د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

مخدره موادو سره د مبارزې اوونۍ؛ د افغانستان ۲۱ ولایتونو کې لاهم کوکنار کرل کېږي


ارشیف
ارشیف

د چنګاښ/ سرطان میاشې له ۶مې تر ۱۲مې نېټې په افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې له ځانګړې اوونۍ سره برابره ده.

له دې اوونۍ په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت د شمېرو له مخې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د کوکنارو کښت د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۱۰۰ زره هکټاره کم شوی. خو لاهم د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو جارو وزارت د شمېرو له مخې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې لاهم کوکنار کرل کېږي چې له دې ۵۰ سلنه‌یې په هلمند کې دي.

کندهار، ارزګان، بادغیس، فراه، بلخ او بدخشان هم له هغو ولایتونو دي چې کوکنار په‌کې کرل شوي دي.

له دې ټولو سره د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو څو کلونو کې له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې هم کمې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت په وینا په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د مخدره موادو په وړاندې د ځانګړو پولیسو له‌خوا ۴ زره او ۸۳۳ عملیاتونه ترسره شوي دي.

کوکنار
کوکنار

په دغو عملیاتو کې ۵ زره او ۸۲۰ تنه د مخدره موادو قاچاق کوونکي نیول شوي چې له دې ډلې ۸۹ تنه‌یې د عامه خدماتو کارکوونکي او ۹ تنه د پاکستان، ایران، ترکمنستان او تاجکستان وګړي دي.

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق وایي، د نړۍ څه باندې ۸۰ سلنه کوکنار په افغانستان کې کرل کېږي.

هغه زیاته کړه: "په خواشینۍ سره چې د نړۍ څه باندې ۸۰ سلنه تاریاک په افغانستان کې ترلاسه کېږي، تر ډېره په هغو ساحو کې کوکنار کرل کېږي چې د وسله‌والو مخالفانو تر واک لاندې دي، ناامني او ناوړه شرایط د دې لامل شوي چې د کوکنارو ډېر کښت وشي."

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د تحریر او سروې رئیس نجیب‌الله احمدي وایي، د ۲۰۱۸ میلادي کال په پرتله د کوکنارو کښت کم شوی.

ده وویل: "په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په ۱۶۳ زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي چې د تېر کال په پرتله یعنې ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۱۰۰ زره هکټاره په‌کې کمښت راغلی، په دې ډول په ۲۱ ولایتونو کې درې ولایتونه له کوکنارو پاک شوي چې دا سمنګان،کاپیسا او تخار ولایتونه دي، دغه‌شان په ۲۱ ولایتونو کې ۴۷ ولسوالۍ له کوکنارو پاک اعلان شوي دي."

د ښاغلي احمدي په وینا، د هېواد ۸۳ سلنه کوکنار د وسله‌والو مخالفانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کرل کېږي.

له دې سره یو شمېر افغان کارپوهان وایي، په نړۍ کې د مخدره موادو د تولید تقاضا لاهم کمه شوې نه‌ده او تمه ده چې د مخدره موادو تولید لا زیات شي.

  • خو پوښتنه دا ده چې د مخدره موادو د تولید د مخنیوي لپاره کومې لارې چارې باید غوره شي؟
مخدره مواد
مخدره مواد

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د پلان او پالېسۍ پخوانی مرستیال هارون رشید شېرزاد دا پوښتنه داسې ځوابوي: "د مخدره موادو د تولید د مخنیوي لپاره باید بېلابېلې برخې وڅېړو لکه حکومتوالي، سیاسي ژمنې، اصلاحات، ریفورم، امنیتي سکټورونه، استخباراتي، سوداګریزې چاري، اقتصادي، کرنیزې، او روغتیایي برخې دا ټولې باید په پام کې ونیول شي څو د مخدره موادو کښت په سیستماتیک ډول راکم شي."

د کورنیو چارو وزارت د شمېر له مخې په افغانستان کې نږدې ۲،۹ تر ۳،۶ میلیونو پورې وګړي په یو ډول په مخدره موادو روږدي دي چې له دې ۲ تر ۲،۴ میلیونه پورې روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې مرستیال محمد هاشم اورتاق په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې هغوی په ۲۰۱۹ میلادي کال کې وتوانېدل چې ۱۲۷۰ ټنه مخدره مواد کشف او ضبط کړي او ۷۰۲ هکټاره ځمکې له‌منځه یوسي.

له دې ټولو سره په افغانستان کې د مخدره موادو تولید له‌منځه نه‌دی تللی او لاهم ډېری بزګران د کوکنارو له کښت څخه خپل ورځنی ژوند پر مخ وړي، که څه هم په کراتو ویل شوي چې د مخدره موادو ډېرې پیسې د نړیوالو قاچاق کوونکو جېبونو ته ځي.

XS
SM
MD
LG