عبدالله: د طالبانو دریځ سخت شوی، خو دا ستونزې بايد د سولې مذاکرات ونه دروي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

‎د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، اوربند د ټولو خلکو غوښتنه ده او د سولې بهیر کې له نړیوال ملاتړه برخمن دي.

‎د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله د چهارشنبې (د سلواغې ۸مه) په ورځ کابل کې د افغان ښځو شبکې له لوري په يوې جوړه شوې ناسته کې وویل چې اوربند د سولې په معنا نه بلکې د دایمي سولې لپاره د دواړو خواوو د ارادې ښکارندوی دی.

‎ښاغلی عبدالله وایي چې له دوه اړخېزې دمې او د مذاکراتو له بیا پیل وروسته، د طالبانو دریځ سخت شوی، خو په خبره یې دا ستونزې بايد مذاکرات ونه دروي او باید دا بهیر دوام ومومي.

‎نوموړی زياتوي چې د بندیانو خوشې کول او د طالب مشرانو نومونو له تور لېسته ایستل به د دواړو لورو تر منځ د کېدونکې هوکړې له موضوعاتو څخه وي.

‎ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "سبا هم چې کله مذاکرې ته ننوځو، بحثونه پیلېږي، پرمختګ به وشي، د افغانستان د خلکو لپاره هیله مندي پیدا کېږي چې اوس موږ سولې ته نږدې یو، هغه صورت کې د بندیانو مسئله نه مطرح کېږي یا له تور نوملړه د نومونو ایستل، خو دا به خامخا د توافقنامې یا هغو توافقاتو جز وي چې ترسره کېږي."

په دې اړه نور:

په افغانستان کې د سولې او جګړې برخلیک د چا په لاس کې دی؟

‎د ښاغلي عبدالله په خبره، ایراني چارواکو د طالب مشرانو له ورتګ وړاندې له ملي مصالحې عالي شورا سره تفاهم کړې او ده هم د هغه هېواد له چارواکو سره د سولې په خبرو اترو کې د فوري اوربند پر ټینګښت بحثونه کړي دي.

‎دی وایي چې افغان ښځې تېرو څو کلونو کې د جګړو تر ټولو لويه برخه قربانیانې دي او هېڅکله به هم د سولې په خبرو اترو کې د ښځو پر حقونو معامله ونه شي.

‎دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانې د سولې د خبرو د نا روښانه بهیر په اړه اندېښمنې دي.‎

‎د افغان ښځو شبکې د عدالت غوښتنې برخې مشرې روشن مشعل په دې ناسته کې وویل: ‎"په دې دغه پروسه کې د ښځو او د هغوی د غوښتنو په پام کې نه نيول به د سولې په بهیر کې د پایدارۍ او عدالت د پام کې نه نيولو په معنا وي، ښځې به اجازه ورنه کړي چې د سیاسي تعاملاتو او د افرادو او ‌‌‌‌‌‌ډلو د ګټو د تر لاسه کولو له امله دې د دوی حقونه، د سیاسي ګ‌‌‌‌‌‌ډون، اقتصاد، ټولنیزو چارو او زده کړو برخه کې یې لاسته راوړنې قرباني شي."

دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعيم ویلي چې نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) له غرمې مخکې د دغه دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوي د ایران د ملي امنیت له شورا له مشر علي شمخاني او د دغه هېواد له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی ایران کې ددې هېواد له چارواکو سره کتلي.

‎دغه طالب ویاند په خپل ټویټر لیکلي چې په دغو لیدو کتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولو اړوند مسایلو، د افغان مسافرینو او سوداګرو د تګ راتګ، په ایران کې د افغان سوداګرو د ستونزو، بین الافغاني مذاکراتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو د ټینګولو، په سیمه او افغانستان کې د سولې او امنیت په اړه په تګلارو خبرې شوي دي.

‎نوموړي زیاته کړې چې طالب پلاوی به له نورو لوړ پوړو ایراني چارواکو سره هم لیدنې کتنې ولري.

‎له هغه مهاله چې د سولې خبرې اترې مطرح شوي د لاسته راوړونو په ځانګړې توګه د مدني ازادیو، د ښځو د حقونو، د بیان ازادې او د نجونو د زده کړو په اړه د چارو د فعالینو له خوا وخت په وخت اندېښنې څرګندېږي.

‎طالبانو په دې اړه تر اوسه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.