پر بین‌الافغاني مذاکراتو د اتمر او د قطر د مرستیال صدراعظم خبرې

محمد حنیف اتمر او محمد بن عبدالرحمن

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر پرون د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن سره چې د صدراعظم مرستیال هم دی، د بین‌الافغاني مذاکرو پر موضوع خبرې وکړې.

د افغانستان چارواکو ویلي چې د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو لومړی پړاو به په قطر کې وشي چې د طالبانو سیاسي دفتر هم په‌کې دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون ناوخته د محمد حنیف اتمر او محمد بن عبدالرحمن د ټیلیفوني مکالمې په اړه وویل: "دواړو لورو د مشورتي لویې جرګې د تصامیمو، د هغو د تطبیق، د زندانیانو د خلاصون او د سولې مذاکرو د پیل پر سلسله مفصلې خبرې وکړې."

ګران هېواد

دا چې دواړو مشرانو په دې ټیلیفوني مکالمه کې پر کومو مشخصو ټکو موافقې کړې دي، جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر پر همدې موضوع په خپل یوه ټویټ کې قطر، د افغانستان د سولې په پروسه کې یو ارزښتمن شریک بللی او ویلي یې دي چې دواړو لورو د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو د پیل لپاره پر نږدې همکارۍ سلا وکړه.

د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو د پیل په وړاندې لوی خنډ د ۴۰۰ طالب بندیانو پر خوشې کېدو اختلافات ښوول شوي وو.

وروسته له هغې چې مشورتي لویې جرګې د دغو بندیانو د خوشې کولو مشوره ورکړه، حکومت تېره پنجشنبه د دغو ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو بهیر د ۸۰ بندیانو په خوشې کولو سره پیل کړ.

د ملي امنیت یوې سرچینې په حواله چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې د نوم له ښودلو ډډه وکړه، وویل چې دا بندیان د امنیتي ستونزو له کبله په پوځي وسایطو کې له زندانه بهر او د کابل په بېلابېلو سیمو کې خوشې شول.

د حکومت یوې بلې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، ممکن نن شنبه هم د طالبانو ځیني نور بندیان خوشې شي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې داعش ډله د افغانستان د استخباراتو په همکارۍ هڅه کوي د خوشې شویو بندیانو پر کاروان برید وکړي.

بل‌خوا د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پرون جمعه ازادي راډيو ته وویل چې د پاتې بندیانو د خوشې کېدو په اړه پر هر پرمختګ به ازادي راډیو ته معلومات ورکړي.

جاوېد فیصل

په ټوله کې د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیانو له خوشې کېدو سره به د دې ډلې د خوشې شویو بندیانو شمېر ۵،۰۰۰ ته ورسېږي.

حکومت ویلي چې د دغو ۵،۰۰۰ بندیانو له خوشې کېدو سره به په درېیو ورځو کې طالبان بین‌الافغاني مذاکرو ته حاضر شي.