د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

مایک پومپیو: ایران اوس هم طالبانو ته وسلې ورکوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، ایران اوس هم له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي.

مایک پومپیو له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، پخوا روسیې هم طالبانو سره پوځي مرسته کړې.

پومپیو وایي، تر هغو چې دوی په افغانستان کې خپل ځواکونه لري، تر همغه وخته به د خپلو ځواکونو د خوندیتوب هڅو ته دوام ورکوي.

مایک پومپيو ویلي، دوی پوهېږي چې د افغانستان وسله‌وال مخالفان سیمه‌ییز ملاتړي لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان دولت او طالبان خپل منځیو خبرو ته نږدې شوي او تازه پاکستاني چارواکو ویلي، د پخلاینې دې بهیر کې به رغنده رول ولوبوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي

نوموړي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۲۲» د چک جمهوریت پلازمېنې پراګ ته د سفر پر مهال ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: "موږ په ډاګه کړې، موږ په تاریخ پوهېږو، موږ پوهېږو چې پخوا روسیې طالبان تجهیزول، موږ پوهېږو چې ایران نن ورځې پورې هم د طالبانو سمبالولو ته دوام ورکړی، ځکه موږ پر دې واقعیتونو پوهېږو، موږ هر یوه ته خپل نیتونه څرګند کړي، موږ به د امریکایي ځواکونو د خوندیتوب او دفاع لپاره هر هغه څه وکړو چې اړتیا ورته لرو، د دې کار لپاره موږ ته د غوڅ ملاتړ مأموریت د هر سرتېري خوندیتوب مهم دی، هغه که د چک جمهوریت سرتېری وي یا د بل کوم هېواد."

له دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې روسي استخباراتو طالبانو ته د امریکایي سرتېرو د وژلو په بدل کې د جایزې وړاندیز کړی چې د راپور پر بنسټ طالبانو دا انعامونه ترلاسه کړي هم دي.

هغه مهال روسیې، امریکا او خپله طالبانو دغه راپور رد کړ او بې‌بنسټه یې وباله.

له ازادي راډیو سره په مرکه کې ښاغلي پومپیو هم وویل، که مسکو دا کار کړی وي، لویه بیه به پرې کړي.

ده وویل: "څه چې موږ ویلي، هغه دا دي، که چېرته روسیې د امریکایانو یا نورو لوېدیځوالو د وژلو لپاره د پیسو وړاندیز کړی وي، نو دوی به یوه لویه بیه پرې کړي، دا هغه څه دي چې ما د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم شریک کړل، زموږ پوځ هم په دې تړاو د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړي، موږ د دې کار اجازه نه‌ورکوو او زغملی یې هم نه‌شو."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې بهیر تر ټولو حساس پړاو ته رسېدلی.

ټاکل شوې نږدې وخت کې دوحه کې بین‌الافغاني خبرې پیل شي چې هلته به په اوربند او د سولې اړوند نورو مسئلو باندې خبرې کېږي.

پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغان سفیر عاطف مشعل سره د مخې ښې په مراسمو کې وویل، هېواد یې د افغانستان د سولې بهیر کې پخلا کوونکی رول لوبوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت یوناما مشرې دیبرا لاینز بیا د افغان مرکچي پلاوي له مشر معصوم ستانکزي سره په دې خبرې کړي چې څنګه یوناما د سولې په راتلونکو خبرو کې له دواړو ډلو سره ښه مرسته کولای شي چې دایمي سولې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG