د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

ایران: که د وسلو پلورلو بندیز وغځېږي د اټمي وسلو د خپرېدو د مخنیوي له تړونه وځو


د ایران بیرغ
د ایران بیرغ

په ایران باندې د ملګرو ملتونو د وسلو د پلورلو بندیز د اکټوبر په میاشت کې پای ته رسېږي.

د امریکا متحده ایالات هڅې کوي چې دا بندیز وغځوي، بل لور ته ایران خبرداری ورکړی، که داسې وشي د اټمي وسلو د خپرېدو د مخنیوي له تړونه به بهر شي.

د امریکا متحده ایالات وایي، که چېرته له ایرانه د وسلو د خرڅلاو لګېدلی بندیز لیرې شي دا هېواد به د سولې په یوه سرغړوونکي پلورونکي بدل شي او وسلې به هغو ځایونو ته واستوي، لکه د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته، ونزوئلا او سوریې ته چې هلته شخړې روانې دي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ پر ایران د وسلو د خرڅلاو د پنځه کلن بندیز د تمدید پر سر ټکر په زیاتېدو دی. ټاکل شوې ده چې دا بندیز په څلورو میاشتو کې پای ته ورسېږي.

متحده ایالات غواړي چې د امنیت شورا له لارې دا بندیز وغځوي، تهران‌یې سخت مخالفت کوي. د دې بندیز لیرې کېدل له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون برخه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: "موږ هیله لرو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، چینایان، روسان او هر بل شریک هلته وویني چې دا د دوی په ډېره ګټه ده چې له ایران سره مخالفت وکړي، ځکه چې ایران یو ځل هم خپل چلند نه‌دی بدل کړی، نو موږ هیله‌من یوو چې داسې وشي، پرته له دې چې په ملګرو ملتونو کې له یوه پېچلي پړاوه تېر شو، دا پرته له څه شکه چې زموږ هدف دی او فکر کوو چې موږ بریالي کېږو."

مایک پومپیو
مایک پومپیو

داسې اټکل کېږي چې روسیه او چین چې د امنیت شورا دایمي غړي دي له واشنګټن سره مخالفت وکړي او د واشنګټن اروپایي متحدان به داسې وړاندیز وکړي چې یو جوړجاړی په‌کې وي ترڅو پنځه کاله مخکېنی اټمي تړون یو مخ مات نه‌شي.

واشنګټن د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له دې تړونه بهر شو او پر ایران‌یې نور سخت بندیزونه ولګول. تهران ورو ورو له خپلو ژمنو په شا کېږي اوس تر هغه ډېر یورانیم غني کوي چې ژمنه‌یې کړې وه.

د واشنګټن او تهران مخالفت د جون د ۳۰مې په غونډه کې ښکاره شو، د امنیت شورا په غونډه کې چې کله د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف خبرې کولې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له غونډې ووت او خبرداری یې ورکړ، که بندیزونه لیرې شي ایران به د وسلو په یوه بد سوداګر بدل شي چې د افغانستان، سوریې او ونزوئلا په څېر سیمو ته به چې شخړې په‌کې دي، وسلې چمتو کوي.

جواد ظریف پر واشنګټن تور پورې کړ چې نړیوال امنیت ته‌یې ګواښ پیدا کړی دی او زیاته‌یې کړه چې په اکټوبر کې د سولې د خرڅلاو بندیز د اټمي تړون یوه نه‌بېلېدونکې برخه ده چې باید لیرې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د بندیز له لیرې کېدو سره ایران کولای شي چې له روسیې او چین څخه چې د ایران، سیاسي، اقتصادي او پوځي ملاتړ کوي، وسلې واخلي.

واشنګټن وایي، د بندیزونو سربېره ایران لاهم د وسلو له استولو لاس نه‌دی اخیستی لکه په یمن کې چې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي، خو دې بندیز د ایران دغه ډول چلند محدود کړی دی.

د وېډیو کنفرانس له لارې د امنیت شورا په غونډه کې نږدې ټولو استازو له ایران سره د شوي اټمي تړون ملاتړ وکړ، خو دا نیوکه‌یې وکړه چې ایران د توغندیدو د پروګرام له امله د تړون له ژمنو سرغړونه کړې ده او اروپایي هېوادونو څرګنده کړه چې د متحده ایالاتو له لوري به ښایي پر ایران د نویو بندیزونو د لګېدو ملاتړ ونه‌کړي.

XS
SM
MD
LG