د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

سرچینه: قطر نه غواړي په بین‌الافغاني مذاکراتو کې نړیوالې رسنۍ ګډون وکړي


ارشیف
ارشیف

د افغان حکومت یوه ډیپلوماټیکه سرچینه وايي، د قطر هېواد نه غواړي راتلونکو بین‌الافغاني مذاکراتو کې نړیوالی رسنۍ ګډون وکړي.

د افغان حکومت یوه ډیپلوماټیکه چې د موضوع حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته ومنله چې د مذاکراتو کوربه قطر نه غواړي، له راتلونکو بین‌الافغاني مذاکراتو څخه رسنۍ خبري پوښښ ولري.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، د افغانانو خپلمنځي خبرې به یوازې د قطري رسنیو له لارې خپرېږي، خو د نړیوالو رسنیو په اړه لا هم د یاد هېواد پرېکړه وروستۍ نه ده.

د سرچیني له‌خوا په بین الافغاني مذاکراتو کې د نړیوالو رسنیو د محرومیت دلیل، د مذاکراتو محرمیت یاد شوی دی.

په پام کې ده چې د افغانانو خپلمنځې خبرې د راتلونکي اوونۍ په لړ کې د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نى وايي، پر نورو رسنیو محدویت وضع کول د طالبانو غوښتنه ده.

د دې بنسټ اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، یو شمېر افغان خبریالانو افغانستان کې د قطر هېواد سفارت ته د یاد هېواد ویزې اخیستو لپاره ورغلي، خو د سفارت له‌خوا یې غوښتنه رد او ورته ویل شوي چې د طالبانو په غوښتنه رسنیو ته د ګډون اجازه نه ورکوي.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

هغه زیاته کړه: د نى د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو غوښتنه کړې چې بین‌الافغاني مذاکرات د تړلو دروازو ترشا وشي او هېڅ رسنۍ مذاکراتو ته لاس‌ رسی ونه لري. زما او د نۍ دریځ دا دی چې دا غوښتنې د نړیوال قواعدو د افغانستان قوانینو او له امریکا سره طالبانو د شوې هوکړې خلاف دي."

د افغانستان حکومت او طالبانو بیا په بین‌الافغاني خبرو کې د رسنیو د نه ګډون د دلایلو په اړه د ازادي راډیو اړیکو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د سولې مشورتي لویې جرګې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو په روڼتیا ټینګار وکړ.

  • خو پوښتنه دا ده چې د افغانانو ترمنځ په مخامخ خبرو کې د نړیوالو رسنیو نشتون به څومره دا بهېر له نیوکو سره مخ کړي؟

په دې اړه یو شمېر خبریالان وايي، په دې خبرو کې د رسنیو نه حضور به د یو شمېر مسایلو په اړه د خلکو اندېښنې لا زیاتې کړي.

خبریال ذبیح‌الله خورشیدي ازادي راډیو ته وویل، که د مذاکراتو ښکېلې خواوې غواړي دا بهیر روڼ واوسي، باید د رسنیو مخه ونه نیسي.

دی ووبل: "دا د افغانانو لپاره اړینه ده او دې لپاره ډېر اوږد انتظار ویستل شوی دی. د سولې پروسه د افغانانو خپله پروسه ده دلته کومه اوږده جګړه چې تېره شوې افغانانو قرباني ورکړې، حداقل که بهرنیو رسنیو ته اجازه نه ورکول کېږي باید افغاني رسنۍ هلته حضور ولري، څو دا پروسه په شفاف ډول خلکو ته روښانه شي."

موږ وغوښتل چې دې په اړه په کابل کې د قطر سفارت نظر واخلوو، خو په دې اړه یې له خبرو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG