امنیت شورا: هند او پاکستان باید د کشمیر په اړه یو اړخیزې پرېکړې ونه‌کړي

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مرکز

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پنځو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره، پرون ماښام د جمو او کشمیر په اړه بېړنۍ غونډه وکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه د بندو دروازو شا ته وه.

په دغې غونډه کې له هند او پاکستان غوښتل شوي چې باید د جمو او کشمیر په اړه یو اړخیزې پرېکړې ونه‌شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې، ملیحه لودهي خبریالانو ته وویل چې د امنیت شورا غونډې څرګنده کړه چې د جمو او کشمیر پر خلکو به بندیز وي، "خو د هغوي غږ په ملګرو ملتونو کې واورېدل شو."

لودهي پرون د اګسټ په ۱۶مه، په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: "د کشمیري خلکو غږ، د اشغال شوي کشمیر د خلکو غږ نن د نړۍ په تر ټولو لوړه ډیپلوماتیکه کچه واورېدل شو، هغوی یوازې نه‌دي، د هغوي غږ واورېدل شو."

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیره ملیحه لودهي

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر خبریالانو ته وویل چې د امنیت شورا غړو په جمو او کشمیر کې د روان حالت په اړه، په ځانګړي ډول هلته د بشري حقونو د څرنګوالي په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو په ملګرو ملتونو کې د هند سفیر، سید اکبرالدین د جمو او کشمیر په مسئله کې نړیواله مداخله غندلې ده.

سید اکبرالدین په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي چې دوی نړیوالو ته اړتیا نه‌لري چې ورته ووايي چې څه وکړي.

سید اکبرالدین زیاتوي: "موږ تیار یو چې پر دې مسئله په داسې ډول خبرې وکړو لکه هغه دولتونه چې نړیوالو اړیکو ته نورمال نظر لري، موږ د شملې موافقې ته متعهد یو، خو اوس دا په پاکستان پورې تړلې ده چې له تروره لاس واخلي او خبرې پیل کړي."

هغه وویل چې په جمو او کشمیر کې بندیزونه هم د دې لپاره لګول شوي چې بې‌ځایه د خلکو د وینې بهېدو مخنیوی وشي او ترورېستان لار پېدا نه‌کړي.

د هند پارلمان د اګسټ په پنځمه د خپل اساسي قانون ۳۷۰ ماده لغوه کړه چې پر اساس‌یې د جمو او کشمير کورواکي پای ته ورسېده او دا سیمه په مستقیم ډول د هند د مرکزي حکومت تر واکمنۍ لاندې شوه.

د هند د دې اقدام پر ضد پاکستان سخت اعتراض وکړ. د پاکستان حکومت له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړولو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم، عمران خان پرون د اګسټ په ۱۶مه، د امریکا د جهمور رئيس ډونالد ټرمپ سره پر کشمیر غږېدلی دی.

په کشمیر کې د هند پارلمان د پرېکړې پر ضد لاریون. August 16, 2019

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته پرون وویل چې "عمران خان او ډونالد ټرمپ په ځانګړي ډول پر اشغال شوي کشمیر خبرې کړې دي."

د سپینې ماڼۍ په وینا، ډونالد ټرمپ د دې اهمیت ته اشاره کړې چې هند او پاکستان د ډيالوګ له لارې د جمو او کشمیر پر سر لانجه حل کړي.

د پاکستان صدراعظم د جولای په میاشت کې واشنګټن ته ولاړ او له ډونالد ټرمپ سره‌یې مخامخ وکتل.

هغه مهال، ډونالد ټرمپ عمران خان ته ویلي و چې د هند صدراعظم، نرېندرا مودي غوښتنه ورڅخه کړې چې د کشمير په لانجه کې د منځګړیتوب مرسته وکړي.

خو نوې ډېلي د جمهور رئيس ټرمپ دا خبره رد کړه.