ظریف ټرمپ ته په ځواب کې: ګواښ مه‌کوئ، د درناوي هڅه وکړئ ځکه نتيجه ورکوي

د ايران د بهرنيو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ايران د بهرنيو چارو وزیر وويل چې د امريکا ولسمشر دې ایران ته ګواښونه نه‌کوي.

د ايران د بهرنيو چارو وزیر وويل چې د امريکا ولسمشر دې ایران ته ګواښونه نه‌کوي.

وروسته له هغه چې د عراق د پلازمېنې بغداد په ګرین زون کې د امریکا سفارت ته نږدې په ۵۰۰ مترۍ کې یو راکټ ولګېد، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر ټويټر پاڼه ولیکل:

"هېڅ کله بیا امریکا ته ګواښ مه‌کوئ."

د امريکا سفارت ته د نږدې لګېدلي راکټ مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

په‌دې پېښه کې چا ته تلفات نه‌دي اوښتي.

د ایران د بهرنيو چارو وزیر محمد جواد ظریف په چټکۍ سره د ټرمپ خبرداري ته غبرګون وښود او پر ټويټرپاڼه‌یې ولیکل:

"ايرانيان له پېړیو راهيسې د یرغلګرو پر وړاندې ولاړ دي. اقتصادي ترورېزم او ټول‌وژونکي پېغورونه به ايران ته د پای ټکی نه‌ږدي."

ظریف همداراز ليکلي، هېڅ‌کله ایرانیانو ته تهدید مه‌کوئ.

د درناوي هڅه وکړئ ځکه نتيجه ورکوي.

دا تبصرې په‌داسې حال کې دي چې د امريکا او ايران ترمنځ د نظامي کړکېچ د احتمال په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

واشنګټن په منځني ختيځ او فارس خليج کې امریکايي نظامي تجهیزات زیات کړي او ویلي يې دي چې د ايران له‌خوا امريکا ته نامعلومه خطر شته.

همداراز د ایران په ګاونډي عراق کې د امريکا سفارت کارکوونکو ته ويل شوي چې له عراقه ووځي.

تهران د امریکا تورونه رد کړي او پر واشنګټن‌يې تور پورې کړی چې وضعیت په نه‌منلو وړ توګه ترینګلی کوي.

دواړو لورو ويلي چې جګړه نه‌غواړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ وويل چې که تهران غواړي مذاکرات وکړي، باید لومړی قدم په‌خپله واخلي.

ده پر ټویټر ولیکل:

"ایران به موږ ته ټیلیفون وکړي چې ایا او کله خبرو ته چمتو دی. په همدې حال کې د دوی اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی، د ایرانيانو لپاره د خپګان خبره ده."

د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير جرمي هانت د دوشنبې په ورځ په ژنیو کې خبریالانو ته وويل چې ايران دې د امریکا پر اراده شک نه‌کوي.

د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير جرمي هانت

ده وويل:

"زه ایرانيانو ته وایم چې په‌دې وضعیت کې د امریکا اراده له پامه مه‌غورځوئ. دوی کړکېچ نه‌غواړي او نه هم له ايران سره جګړه غواړي، خو که پر امريکايي ګټو حمله وشوه، دوی به ورته ځواب ووايي."

ده وويل چې بریتانيا غواړي وضعیت سم شي او له ایرانه‌یې وغوښتل چې په سیمه کې له بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو لاس واخلي.

د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزير عادل‌الجبیر وویل چې رياض نه‌غواړي له ايران سره نظامي جګړه وکړي، خو زياته‌یې کړه چې که بل لوری جګړه انتخابوي، سعودي به په قوه او قوي اراده سره جګړه وکړي او د خپل ځان، د خپلو خلکو او خپلو ګټو دفاع به وکړي.

د تهران او واشنګټن خپلمنځي اړيکې یو کال مخکې وروسته له هغه ترینګلې شوې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې څخه د امريکا د وتلو اعلان وکړ.