د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د تېلو لوی امریکايي شرکت «اکسان موبېل» خپل بهرني کارکوونکي له عراقه ایستلي


ارشیف، په عراق کې د امریکا د تېلو د لوی شرکت اکسان موبېل کارکوونکي, 24May2010
ارشیف، په عراق کې د امریکا د تېلو د لوی شرکت اکسان موبېل کارکوونکي, 24May2010

په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره د امریکا یوه لوی شرکت د عراق د جَنوب د تېلو له ساحې خپل ټول بهرني کارکوونکي ایستلي دي.

د عراق حکومت وايي، د امریکا د تېلو لوی شرکت اکسان موبېل «Exxon Mobil» خپل بهرني کارکوونکي له عراق ایستلي، خو دا چاره به د دوی په خبره د عراق په جَنوب کې د تېلو او ګازو په تولیداتو اغېز ونه‌کړي.

د عراق د تېلو وزیر سامر غضبان د یکشنبې په ورځ په خپل بیان کې د اکسان شرکت دا پرېکړه د نه‌منلو وړ وبلله.

هغه وویل، دا مسئله له امنیتي وضعیت او یا د عراق په جَنوب کې له ګواښونو سره تړاو نه‌لري، بلکې یوه سیاسي پرېکړه ده.

غضبان وویل، همدا اوونۍ د اکسان موبېل له مشرتابه سره ګوري او له هغوی يې مخکې په یوه لیک کې غوښتي چې د عراق په جَنوب کې ژر تر ژره خپل کار ته راوګرځي.

اکسان شرکت له بصرې نه خپل ۶۰ کارکوونکي چې اکثریت امریکايان دي داسې وخت د متحده عربي اماراتو دُبۍ ته انتقال کړي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او د یوه پوځي برخورد اندېښنې موجودې دي.

د عراق د جَنوب د دولتي تېلو د برخې رئیس احسان عبدالجبار وویل چې د اکسان موبېل د کارکوونکو وتل یو لنډ احتیاطي کار دی.

د امریکا د تېلو لوی شرکت اکسان موبېل «Exxon Mobil» نښه
د امریکا د تېلو لوی شرکت اکسان موبېل «Exxon Mobil» نښه

هغه وویل چې د اکسان شرکت عملیات په سیمه کې د عراقي تخنیکرانو په مرسته دوام لري.

دی زیاتوي:

"دُبۍ ته د اکسان موبېل شرکت د کارکوونکو انتقال به په‌دې ساحه کې زموږ د تېلو او ګازو د تولید په وړتیا اغېز ونه‌کړي. همداراز به زموږ په پلان شویو رغنیزو او انکشافي پروژو کوم تأثیر ونه‌لري ځکه دا ساحه اساساً د بصرې د تېلو د شرکت او اکسان موبېل په ګډه مشوره اداره کېږي."

د تېلو لوی امریکايي شرکت اکسان موبېل وروسته له هغه د ایران له ګاونډي عراقه خپل ټول ۶۰ بهرني کارکوونکي ایستلي چې واشنګټن د ایران له لوري احتمالي ګواښونو ته په اشارې په منځني ختیځ او فارس خلیج کې خپل حضور زیات کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په بغداد کې د خپل سفارت له کلیدي کارکوونکو پرته نورو ته امر وکړ چې له عراقه ووځي.

د امریکا د هوايي چلند ادارې هم د جمعې په ورځ ټولو تجارتي هوايي شرکتونو ته ګواښ وکړ چې د فارس خلیج او عمان سمندر له سره په تېرېدو کې دې له بشپړ احتیاطه کار واخلي.

وروسته له هغه چې امریکا تېر کال له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون پرېښود په‌دغه هېواد یې سخت بندیزونه ولګول.

واشنګټن وايي چې ایران په سیمه کې ترهګر او نیابتي جګړه‌ماران تمویلوي هغه څه چې ایران‌یې په کلکه ردوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG