د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: امریکا سره د خبرو امکان نشته


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د چهارشنبې په ورځ په توکیو کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی د ایران او امریکا ترمنځ خبرې غواړي که نه وویل، نه، د دواړو ترمنځ د خبرو هېڅ امکان نشته.

ښاغلي ظریف د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې هم رد کړې چې د چهارشنبې په ورځ یې ویلي و، ایران به ډېر ژر له امریکا سره د خبرو غوښتنه وکړي.

ظریف وویل دی نه پوهېږي چې ولې ولسمشر ټرمپ دومره ډاډه دی او زیاته یې کړه چې د هغه دا وینا قطعاً ناسمه ده.

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې دا هم ویلي و چې له ایران سره د پوځي ټکر احتمال د ده له نظره له امکانه لېرې نه‌دی.

د واشنګټن او تهران په اړیکو کې کړکېچ تېر کال وروسته له هغه زیات شو چې ټرمپ د ایران او شپږو پیاوړو قدرتونو له اټمي موافقې د امریکا وتل اعلان کړل او پر تهران یې هغه بندیزونه یې بیا ولګول چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې له لاسلیک وروسته لېرې شوي وو.

د اټمي موافقې له مخې ایران منلې وه چې د نړیوالو بندیزونو د کمولو په بدل کې به خپل اټمي پروګرام محدودوي.

د دې تړون پنځه نور لاسلیک کوونکي- بریتانیا، فرانسه، روسیه، چین او جرمني وايي چې دا موافقه لا هم مني او د احیا لپاره یې هم هڅې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي

ایران تېره اوونۍ وویل چې د اټمي موافقې پر اساس خپل ځینې مکلفیتونه لغو کوي او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي د دې ترڅنګ چې ویې ویل، ایران له اټمي موافقې وتل په پام کې لري، دا یې هم څرګنده کړه چې دا کار به پړاو په پړاو وشي او که مقابل لوری بیا خپلو ژمنو ته راوګرځي، نو اسلامي جمهوریت به هم عین کار وکړي.

ولسمشر ټرمپ د ایران د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره په دې وروستیو کې په منځني ختیځ کې د متحد ایالاتو پوځي حضور نور هم پیاوړی کړ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په عراق کې د خپل سفارت غیر ضروري مامورینو ته امر وکړ چې له دې هېواده ووځي.

واشنګټن وايي، د ایران له‌خوا خپلو ګټو ته نويو ګواښونو ته یې پام شوی دی خو تهران دا ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG