د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

ایران: چین او روسيه دې د اټمي موافقې د ساتلو لپاره جدي ګامونه واخلي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

ایران پر چین او روسيې غږ کړی دی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د ساتلو لپاره دې جدي ګامونه واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، که نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول چین او روسیه غواړي چې د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه ماته نه‌شي، نو د ساتلو لپاره يې باید کلک ګامونه واخلي.

ظریف چې چین ته تللی دی د جمعې په ورځ په بیجینګ کې وویل، د تهران او امریکا ترمنځ د شخړې د زیاتېدو له امله په سیمه کې وضعیت خطرناک حالت ته رسیدلی دی.

نوموړي وویل، نړیوالې ټولنې تر اوسه پورې د دې شخړې په اړه یوازې بیانونه ورکړي او عملي اقدامات يې نه‌دي کړي.

جواد ظریف تېره اوونۍ ویلي و چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په اړه یوازې چین او روسيې د تهران ملاتړ کړی دی او د دې موافقې نور اړخونه له ایران سره نه‌دي دریدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر بیجینګ مخکې له هند، جاپان او ترکمنستان نه هم کتنه وکړه.

په همدې حال کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک مرستیال قوماندان ویلي چې ان د دوی لنډ واټن ویشتونکي میزائیل په اسانۍ سره په خلیج کې امریکايې کشتۍ په نښه کولی شي.

د ایران د سپاه پاسداران ځواک مرستیال قوماندان جنرال صالح جوکار
د ایران د سپاه پاسداران ځواک مرستیال قوماندان جنرال صالح جوکار

جنرال صالح جوکار د ایران نیمه دولتي خبري اژانس فارس ته ویلي چې متحده ایالات د بلې جګړې د کولو توان نه‌لري.

بل لورته سپینه مانۍ وايي، د پنجشنبې په ورځ يې د کانګرس د دواړو جرګو د مشرانو په ګډون د کانګرس له یوې اته کسیزې ډلې سره د ایران په اړه د تګ‌لارې او پلانونو محرم جزئیات شریک کړل.

د امریکا کانګرس ټینګار کړی دی چې سپینه ماڼۍ نه‌شي کولی د کانګرس له موافقې او تمویل پرته په منځني ختیځ کې په جګړه کې ښکېل شي.

امریکا په‌دې وروستیو کې د هِغه څه پر وړاندې د مقابلې لپاره چې د ایران له‌خوا جدي ګواښ بلل شوی، په خلیج کې خپل پوځي حضور پراخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG