د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

امریکایي چارواکي کانګرس ته د ایران په وړاندې د پوځي ځواک د زیاتوالي معلومات ورکوي


د امریکا بیرغ
د امریکا بیرغ

تمه ده چې امریکايي چارواکي د روانې اوونۍ په پای کې کانګرس ته په دې اړه معلومات ورکړي چې ولې په منځني ختیځ کې د ایران پر ضد خپل پوځي ځواک زیاتوي.

د امریکا حکومت وايي، په خلیج او منځني ختیځ کې د هغه څه د ځوابولو لپاره چې د ایران له خوا جدي ګواښ بلل شوی، خپل پوځي حضور زیاتوي.

د ابراهم لنکولن په نوم الوتکې لېږدوونکې جنګي بېړۍ يې خلیج ته استولې او په قطر کې يې بي دوه پنځوس الوتکې ځای پر ځای کړي دي.

سپینه ماڼۍ وايي، د روانې اوونۍ په پای کې به د کانګرس دواړو جرګو ته په منځني ختیځ کې د ایران د ګواښونو او د خپل پوځي ځواک د زیاتولو په اړه معلومات ورکړي.

کانګرس هم ټینګار کوي چې حکومت باید وضاحت ورکړي چې په خلیج او منځني ختیځ کې د امریکا ګټې د ایران له خوا له څه ډول ګواښ سره مخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په دې اړه وايي:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

"که د امریکا پر ګټو برید وشي، نو مونږ به هرومرو په مناسب ډول ځواب ورکړو."

خو جمهوري غوښتونکی سناتور لینډسي ګراهم له حکومته غواړي چې د کانګرس غړو ته سپیناوی ورکړي چې ایران د امریکا ګټو ته څه ډول ګواښ متوجې کړی دی.

لینډسي ګراهم وویل:

"زه د کورنیو چارو او دفاع له وزارتونو غواړم چې دلته راشي او ووايي چې څه روان دي، زه له هغه څه زیات چې په ورځپاڼه کې مې لوستي، د ګواښ د څرنګوالي په اړه هېڅ خبر نه یم."

ولسمشر ټرمپ که څه هم په خپل وروستي ټوېټ کې ویلي:

"که ایران جنګ غواړي، دا به د ایران رسمي خاتمه وي، هېڅ کله بیا متحده ایالتونه ونه ګواښئ."

د امریکا د مرکزي استخباراتو سي ای اې پخواني مشر او د عراق د جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو قوماندان ډیوېډ پټروس بیا په دې باور دی چې پر ایران پوځي یرغل به ښې پایلې ونه لري.

نوموړی وايي:

"پر ایران یرغل کول جدي انتخاب نه دی، مونږ باید اوس درس اخستی وي، زه فکر کوم په ځانګړي ډول د عرب سپرلي وروسته چې د رژیمونو د بدلولو وروسته وضعیت تل هغه شان نه وي، څرنګه يې چې مونږ تمه کوو."

خو یو شمېر جمهوري غوښتونکي سناتوران د ایران پر وړاندې د امریکا د حکومت له ورستیو ګامونو او خبرداریو ملاتړ کوي.

سناتور ډان سلیوان وايي:

"په سیمه کې د پوځي توانمندۍ د زیاتولو په اړه زه د حکومت د ګامونو ملاتړ کوم، دا ایران ته پیغام ورکوي چې که ته هڅه کوې چې هغه څه وکړې چې په ۲۰۰، ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کلونو کې دې په عراق کې وکړل چې له امله يې زمونږ د پوځ زرګونه غړي مړه او ژوبل شول، مونږ هغه توان لرو چې تا اړ کړو چې بیه يې پرې کړې."

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه اي څو ورځې مخکې ویلي وو چې نه دوی جنګ غواړي او نه جنګ د امریکا په ګټه دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا خبرداری ورکړی چې که پر ایران فشارونه زیات شي، نو هېواد به يې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې پر مهمو برخو عمل کول ودروي.

XS
SM
MD
LG