په افغانستان کې د سولې د هڅو په تېزېدو سره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر د سولې په مذاکراتو کې د ښځو په ګډون ټنیګار کوي.
په دې اړه نور: سمر: د افغان ښځینه لوبغاړو جنسي ځورونه به په نورو برخو کې د ښځو فعالیت کم کړيمېرمن سمر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» په کابل کې په ښه حکومتوالۍ او تل پاتې سوله کې د ښځو د رول ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د ښځو له ګډون پرته به دا پروسه نتیجه ونهلري.
نوموړې وویل:
"تر هغه چې ښځو ته د ټولنې د نیمايي نفوس په توګه په پرېکړو کې ونډه ورنهکړل شي موږ به بنسټیزې سولې ته ونهرسېږو، افغان مېرمنو باندې غږ کوم چې په پیاوړې اراده باندې هڅه وکړي څو په هېواد کې سوله راشي او د وسلهوالو طالبانو له خویندو او میندو څخه هم همدا غوښتنه کوم چې هیله ده خپل اولادونه مهپرېږدئ چې په جګړه کې قرباني شي."
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې په خبرو کې د ښځو په ګډون ټنیګار کوي
دا پهداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په پروسه کې ښځو ته په ونډې ورکولو ټینګار کړی او د ملي امنیت سلاکار تهيې لارښوونه کړې چې د سولې په مشورتي کمېټه کې د مرکز په نسبت د ولایتونو ښځې زیاتې کړي.
افغان ولسمشر د سولې په مشورتي کمېټه کې د مرکز په نسبت د ولایتونو مېرمنو ته ډېره برخه ورکول مهم بللي او ویلي یې دي چې د سولې پروسه باید کابل محوره نه، بلکې افغانستان شموله وي.
همدارنګه د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي چې د سولې په پروسه کې به د ښځو لاسته راوړنې پر ځای پاتې کېږي.
په دغه غونډه کې له طالبانو سره د مذاکرو د ۱۲ کسیزې ډلې غړې شاه ګل رضايي بیا وویل چې په سیاسي پروسو کې د ښځو مشارکت اړین دی.
مېرمن رضایي وویل، که څه هم ښځو ته په سیاسې پرېکړو کې تر یوه حده ونډه ورکړل شوې، خو باید دا ګډون پراخ شي.
په ورته وخت کې د سولې کور په نوم بنسټ یوې غړې نګینې یاري د سولې په پروسه کې د ښځو د ګډون په تړاو وویل:
"د سولې په پروسه کې باید د ښځو مشارکت ته پام وشي او پرېکړو کې یې استازي حضور ولري او حکومت باید د سولې لپاره اساسي رول ولوبوي او د خلکو غوښتنو ته پام وکړي."
له بلې خوا د افغان ښځو شبکه د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه مهمه بولي او وايي چې د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه کليدي او با اهمیته موضوع ده او ښځو ته باید د سولې په ټولو پروسو کې په رښتیني ډول ونډه ورکړل شي.
د دې شبکې یوه غړې شکریه رحیم وایي، ښځې باید د سولې په خبرو اترو کې حضور ولري او د سولې په اړه له ټولو پرېکړو باید باخبره واوسي.
راپور: ناجیه ساپۍ