په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د دغې اندېښنې له ښودلو وروسته چې په دې هېواد کې امنیتي وضعیت ښه نه دی، د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون په هېواد کې د جنګ د دوام لامل، د ځینو ګاونډیو هېوادونو مداخله او نیابتي جنګړه ګڼي.
د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون مرستیال علي اکبر قاسمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سیمې ځینې هېوادونه د خپلو ګټو په خاطر په افغانستان کې د جنګ اور ته لمن وهي.
نوموړي زیاته کړه:
"څرنګه دغه جنګ نیابتي دی پاکستان سره له دې چې نړیوال فشارونه پرې متمرکز شوي خو څرنګه چې ګټې يې ترلاسه کړي نه دي، د افغانستان د جنګ د دوام لپاره یې د مخالفینو له تجهیزولو، تمویولو څخه لاس نه دی اخیستی، ایران هم په یوې بڼه په دغه قضیه کې ګډ دی او د دې ترڅنګ کله چې د روسانو ګټې په خطر کې وي، یو کار کوي."
ښاغلی قاسمي د نړۍ د سترو هېوادونو رقابتونه هم داندېښنې وړ ګني وايي، دغه مسئله هم د افغانستان پر وضعیت ناوړه اغیز کولی شي.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان سکاټ میلر د پنجشنبې په ورځ پنجشیر ته د ده د سفر پرمهال ویلي چې په افغانستان کې امنیتي ستونزې زیاتې دي او ممکن روانه جګړه په کې کلونه کلون دوام وکړي.
په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان سکات میلر
ده ویلي د افغانستان خلک ډېر دښمنان لري د همدې له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، په افغانستان کې د امریکا او روس ترمنځ د اختلاف په هکله خبر داری ورکړی ویلي یې دي چې دغه اختلاف د افغانستان خاورې ته، په حرکت کې دی.
په دې اړه نور:
پادخوابي: په افغانستان د امریکا او روسیې د اختلافاتو په اړه اندېښنې پر ځای ديهڅه مو وکړه چې د سکات میلر د څرګندونې په اړه د دفاع وزارت نظر ولرو خو بریالي نه شو، خو د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته د تروریستانو حملو ته په کتو ویلي، هرڅوک چې د افغانستان د خلکو د ناارامۍ لامل شي او د افغانستان د خلکو ژوند اخلي، پر وړاندې یې جدي مبارزه کېږي.
په ورته وخت کې د پوځي چارو پوه عتیق الله امرخېل د افغانستان امنیتي ستونزو او په کې د جنګ دوام ته په کتو وايي، عمده اندېښنه د افغانستان په شمال کې د روسانو د نفوذ مسئله ده.
نوموړي زیاته کړه:
عتیق الله امرخېل
"اصلاً اندېښنه له دې امله ده چې په شمال کې د روسانو نفوذ مخ په زیاتېدو دی او امریکا لاس په کار شوې چې په شمال کې د روسانو نفوذ ډېر نه شي، د همدې اندېښنې له مخې سکاټ میلر پنجشیر ته لاړ چې وکړای شي، د روسانو د نفوذ پروړاندې مبارزه وکړي."
ښاغلی امرخېل د افغانستان د سیاسیونو په یووالي او امریکا او ناټو ټینګار کوي چې د وسله والو مخالفینو پر ضد افغان ځواکونه لا تمویل او تجهیز کړي.
راپور: خان محمد سیند