- ډېلي مېل
بریتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې امریکایي جنرال سکاټ مېلر ته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د قوماندانۍ د سپارلو پر مسئلې تمرکز کړی او لیکي:
جنرال مېلر د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو د هغه مأموریت مشري له بل امریکایي جنرال جان نېکلسن څخه ترلاسه کړه چې ۴۱ هېوادونه پهکې ونډه لري.
د ډیلي مېل په لیکنه جنرال مېلر ته دغه قومانداني پهداسې حال کې انتقالېږي چې افغان او نړیوال ځواکونه د وسلهوالو طالبانو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش له مخ په زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دي.
د ورځپاڼې په لیکنه وسلهوالو طالبانو چې څو ولسوالۍ یې په ولکه کې دي او داعش پهدې وروستیو کې د حملو نوې څپه پیل کړې ده.
ډېلي مېل د جنرال مېلر څرګندونو ته هم اشاره کړې چې ویلي یې دي، نړۍ پهدې پوه ده چې افغانستان به د ترهګرو یو خوندي ځای نهوي او پهدې هم پوه ده چې موږ به پهدې مبارزه کې ناکام نهشو.
د مېلر په وینا دی پهدې هم پوه دی چې دغه جګړه اوږده شوې او زموږ او د افغانستان د خلکو څو نسلونه پهکې ښکېل شوي.
ډېلي مېل د جان نېکلسن څرګندونې هم راخیستي چې بیا یې پر وسلهوالو طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان د حکومت لهخوا اعلان شوی اوربند ومني او خبرو ته کېني.
هغه طالبانو ته په اشارې وویل چې نور باید د خپلو هېوادوالو د ویني له بهولو لاس واخلئ.
- دې هېل
ایا روسیه او چین په افغانستان کې د امریکا پالېسي تخریبوي؟ امریکایۍ دې هېل ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي:
څو ورځې وروسته د سپټمبر ۱۱مه ده او په افغانستان کې د هغې جګړې ۱۷ کاله پوره کېږي چې امریکا پهکې بنده پاتې ده.
د هغې جګړې چې د ورځپاڼې په وینا د ګټلو څرکیې ډېر نه تر سترګو کېږي.
دې هېل د افغانستان په حکومت کې فساد او ځینو نورو ستونزو ته اشاره کوي او لیکي چې داسې نښې نېښانې هم نهشته چې راتلونکي انتخابات به وضعیت بدل کړي.
د ورځپاڼې په لیکنه متحده ایالاتو پهدې هېواد کې د روانې جګړې په ملکي برخه کې هم ټولې هڅې نهدي درولي، خو تر ډېره حدهیې مرستې د اصلاحاتو د عملي کولو په هڅو پورې محدودې کړې دي.
دې هېل لیکي:
داسې ښکاري چې د افغانستان لپاره د امریکا هره ستراتېژي تر ډېره پر دې هیلې اتکا کوي چې له وسلهوالو طالبانو سره به د سولې خبرې پیل شي او طالبان به چې له جګړې ستړې شوي یوه جوړجاړي ته غاړه کېږدي چې په نتیجه کې بهیې امریکا ته د دې زمینه برابره کړي چې له دې هېواده له داسې څه سره چې هغه به بریا ته نږدې وي ووځي.
د ورځپاڼې په لیکنه هېڅڅوک نهغواړي چې د ویتنام د جګړې یا په کمبودیا کې د پولپوت له رژیم او په نیپال کې له ماویستانو سره د سولې د خبرو نتیجې تکرار شي.
د دې هېل په لیکنه دغو شرایطو ته په پام سره روسیه او چین ډېر لږ لېواله دي چې د متحده ایالاتو ملاتړ وکړي.
روسیه ښایي دې نتیجې ته رسېدلې وي چې هر څومره چې کولای شي پر امریکا فشارونه زیات کړي.
د ورځپاڼې په وینا دې مسئلې ته چې روسیه او چین په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د هڅو مخه نیسي هم باید په احتیاط وکتل شي ځکه دا دواړه هېوادونه دې ته په پام سره چې امریکا د هرې جګړې احتمالي ګټونکی بلل کېږي، غواړي دا هېواد دغه جګړه وبایلي او سر ټیټی او ستړی ترې ووځي.