- واشنګتن پُسټ
واشنګتن پُسټ ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار د اسعتفا مسئله څېړلې ده.
دغه ورځپاڼه لیکي چې کله حنیف اتمر استعفا وکړه د درېیو نورو جګپوړو امنیتي چارواکو د استعفا راپورونه هم خپاره شوو چې له دې سره دا اندېښنې زیاتې شوې چې د امریکا ملاتړی حکومت به څرنګه افغانستان له یاغیانو ساتي او څرنګه به روانه ۱۷ کلنه جګړه پای ته رسوي.
واشنګتن پُسټ لیکي، دغې پېښې د ولسمشر غني د حکومت د ثبات په اړه اندېښنې ژورې کړې دي او دا په داسې وخت کې چې د امریکایي ځواکونو نوی قوماندان دې ته چمتو کېږي چې په کابل کې خپله نوې دنده پیل کړي او اټکل کېږي چې د افغان پالېسۍ په برخه کې د امریکا څېړنه پسې سخته شي.
واشنګتن پُسټ بیا د مسکو غونډې ته اشاره کړې ده چې ولسمشر غني د روسیې له حکومت سره تر خبرو وروسته وځنډوله.
د مسکو پر غونډه بلې امریکایۍ ورځپاڼې والسټریټ ژورنال ځانګړې لیکنه خپره کړې ده.
دغه ورځپاڼه د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په وینا لیکي چې د افغانستان د سولې لپاره دا غونډهیې وروسته تر دې وځنډوله چې د افغانستان حکومت انکار وکړ چې له طالبانو سره په مسکو کې وګوري.
- والسټریټ ژورنال
د والسټریټ ژورنال په وینا د مسکو غونډه د امریکا د متحده ایالاتو او اروپایي چارواکو لپاره یو ګواښ و ځکه چې روسانو دا هڅه کوله چې طالبان د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرو ته کېنوي.
ورځپاڼه بیا لیکي چې په راتلونکي کې به د دې غونډې مشري روسیه او افغانستان په ګډه وکړي.
والسټریټ ژورنال: په راتلونکي کې به د مسکو غونډې مشري روسیه او افغانستان په ګډه وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکي دي چې په دې برخه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال موافقه وکړه چې د دې غونډې لپاره بله نېټه وټاکي او په ګډه تیاری ورته ونیسي.
- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان او تاجکستان د پولې پر اوږدو د هوایي برید پر مهال د طالبانو د وژلو پېښې ته اشاره کړې ده.
ورځپاڼې د یو شمېر افغان چارواکو په وینا لیکلي دي چې د تاجکستان د هوایي ځواکونو په برید کې د یکشنبې په ورځ شپږ طالبان وژل شوي دي.
خو ورځپاڼې شک څرګند کړی دی چې د تاجکستان هوایي ځواکونه دې داسې وړتیا ولري.
نیویارک ټایمز د تخار د پولیسو د قوماندان عبدالرحمان اقتاش په وینا لیکي دي چې دا برید یوې جټ الوتکې کړی دی.
اقتاش زیاتوي چې دی نهپوهېږي چې د دې الوتکې پیلوټ روسی و که د تاجکستان، خو دا الوتکه د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د دفاع لپاره سیمې ته داخله شوې وه.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، که چېرته دا برید د روسیې له لوري شوی وي، نو پر هغو خبرو به اغېز وکړي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دي.