د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

پادخوابي: په افغانستان د امریکا او روسیې د اختلافاتو په اړه اندېښنې پر ځای دي


د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، په افغانستان کې د امریکا او روسيي د اختلافاتو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اندېښنې پر ځای دي.

وروسته له هغې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل چې د واشنګټن او مسکو اختلافات د افغانستان په لوري د حرکت په حال کې دي د ولسي جرګې د نړیوالواړیکو کمېسیون وايي، حکومت باید د دغه وضعیت نندارچي نه بلکې د کړکېچ تر رامنځته کېدو مخکې جدي اقدامات وکړي.

د یاد کمېسیون رئیس زمرک پادخوابي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، روسان باید له پخوانۍ ترخې تجربې عبرت واخلي خو افغان حکومت هم باید د وضعیت په اړه له امریکا او نورو ستراتژیکو هېوادونو سره جدي خبرې ولري:

"روسان خپله وېره لري او دوی هم دې ته مجبوره شوي، دا خبره شته او چې څه ویل شوي دا یو واقعیت دی، خو حکومت باید ژور فکر وکړي، له امریکا او خپلو ستراتژیکو ملګرو هېوادونو سره جدي او پراخه خبرې وکړي ځکه خدای مکړه هسې نه لکه دلته هم د سوريې حالت تکرار شي."

دی وايي، په افغانستان کې د ستونزو زیاتېدو او د امریکا اوږدمهاله حضور طبعاً چې ګاونډي هېوادونه اندېښمنوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، د امریکا او روسيې اختلافات د افغانستان په لوري د حرکت په حال کې دي.

حکمت خلیل کرزی
حکمت خلیل کرزی

ښاغلي کرزي په دې اړه څرګندونې د افغانستان د سیاسي او حقوقي مطالعاتو د موسسې لخوا جوړې شوي غونډې ته تېره ورځ په کابل کې وکړې.

له دې وړاندې دغه دواړه هېوادونه د اوږدې مودې راهیسې د نړۍ په ګڼو ځایونو کې د سیاست او واک پر سر جدي اختلافات لري.

ویل کېږي چې همدا اوس واشنګټن او مسکو په سوریه، کرېمیا، لېبیا کې د واک او سیمو په سر او همداراز له ایران او شمالي کوریا سره د اټمي پروګرام په سر ژور اختلافات پالي.

په افغانستان کې بیا روسیه له اسلامي دولت ډلې له نفوذه په وېره کې ده چې په وینا امریکا يې پر وړاندې جدي نه ده، خو امریکا بیا تور پورې کوي چې روسیه په افغانستان کې له وسله والو طالبانو څخه پوځي او مالي ملاتړ کوي.

خو خپله امریکايي او روسي چارواکو بیا د خپلو هېوادونو په اړه دا ډول څرګندونې رد کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه او د تېرې ورځې د دغې غونډې یو ګډونوال عبدالجبار تقوا وايي د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د لوړپوړي یوه چارواکي دا ډول څرګندونې له ځانه سره اندېښنې لري خو باید هم ولس ته واقعیت وویل شي.

دی وايي، د اندېښنو تر څنګ حکومت ته په کار دي چې په داسې حالاتو کې خپله خپلواکي ثابته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"بې سرپوښه دېګ کې هر ډول حشرات او شیان غورځي، خو موږ باید خپل افغانیت او هېواد وساتو، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې خپلې ستونزې لرلې او اوس هم نباید امریکا ته سترګې په لار وو چې موږ به له وضعیته وباسي او نه هم روسيې ته خو روسیه د مداخلې هېڅ حق نه لري."

د ښاغلي تقوا په وینا اړتیا د دې ده چې افغانستان یوه ستره سیاسي اجماع راوبولي، څو دا ډول ستونزو او اندېښنو ته معقولې لارې چارې ولټوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG