د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

دفاع وزارت د روسیې د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې تش تبلیغات بللي


د افغانستان دفاع وزارت د دغه هېواد لپاره د روسیې د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې تش تبلیغات وبلل.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه د دغه هېواد له ۱۱ ولسوالیو پرته، په ټول افغانستان حاکمیت لري او ورځنۍ چارې یې کنټرولوي.

د دغه وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۵» ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه څرګندونې رد کړې چې ګوندې وسله‌وال طالبان د افغانستان له ۵۰ فیصده په زیاتې خاورې حاکمیت لري.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي وویل:

"دغه ډول څرګندونې فکر کوم چې یوازې تبلیغاتي بڼه لري او بس. په افغانستان کې د ټولو ترورېستانو په مقابل کې موږ ښه ظرفیت لرو او داسې ویلی شو چې په افغانستان کې د ټولو ولایتونو مرکزونه زموږ په لاس کې دي، بغیر له ۱۱ ولسوالیو نور ټول افغانستان د افغان دولت تر حاکمیت لاندې دی."

ښاغلی رادمنش وايي، افغان امنیتي ځواکونه د ټولو ترورېستي ډلو په وړاندې د جګړې وړتیا لري او هېڅ‌چا ته اجازه نه‌ورکوي چې په افغانستان کې ترورېستي فعالیتونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته ویلي چې وسله‌وال طالبان د افغانستان له ۵۰ فیصده په زیاته خاوره واکمن او خلک‌يې له قضايي پرېکړو راضي دي.

ښاغلي کابلوف دا هم ویلي چې داعش یا اسلامي دولت ډله د افغانستان په ۹ ولایتونو کې فعالیتونه لري، تر ډېره د دغه هېواد په شمال کې دي او شمېر يې هم ۱۰ زره وسله‌والو ته رسېږي چې دغه هېواد ته خطرناک ثابتېدلی شي.

خو دفاع وزارت وايي چې داعش وسله‌واله ډله اوس‌مهال په کونړ، نورستان او جوزجان کې ځپل شوې او د ننګرهار په یو شمېر غرنیو سیمو کې يې پر وړاندې عملیات روان دي.

ښاغلي کابلوف په دې ځانګړې مرکه کې دا هم ویلي چې روسیه به د روان اوړي په وروستیو کې وسله‌وال طالبان د افغان حکومت سره د خبرو په تړاو په مسکو کې یوې ناستې ته دعوت کړي.

هڅه مو وکړه چې د دغو څرګندونو په اړه د افغانستان د جمهوري ریاست او بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو ویندویانو يې د خبرو مسؤلیت پر یو بل واچوه.

وسله‌والو طالبانو ازادي راډيو ته په دې اړه خبرې له وخته مخکې یادې کړې.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د افغانستان لپاره د روسیې دا ځانګړی استازی د افغانستان په اړه دا شان څرګندونې کوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم دې ته ورته څرګندونې کړي چې د افغان دولت له تند غبرګون سره مخ شوې دي.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی بیا وايي، تاریخ ته په کتو روسیې کله هم افغانانو ته ښه نیت نه‌درلود.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي ازادي راډيو ته وویل:

"د ایران او روسیې په ګډون، ټول نه‌غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، دوی دلته خپل شرایط لري او شرط‌يې دا دی چې باید ناټو له افغانستانه ووځي."

ښاغلی صدیقي د ضمیر کابلوف وروستیو څرګندونو ته په سیمه کې د امریکا او روسيې د رقابتونو نوم ورکوي او وايي چې روسیه په دا شان تبلیغاتو سره غواړي چې په افغانستان کې د خپلې پخوانۍ ماتې غچ واخلي او په یو ډول امریکا هم په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې په جګړه کې پاتې راغلې وښيي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG