په افغانستان کې د ناټو لوړپوړي ملکي استازي له طالبانو غوښتي چې د مذاکراتو مېز ته حاضر شي.
له «دې نشنل» خپرونې سره په مرکه کې کورنليوس زیمرمن ويلي چې د سولې لپاره واقعي فرصت شته ځکه عادي خلک غواړي جګړه پای ته ورسېږي.
د ناټو ملکي استازي کورنلیوس زیمرمن له «دې نشنل» خپرونې سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې ده، ويلي چې د جون مياشتې بېساری اوربند ښيي چې طالبان کولای شي په افغانستان کې په سياسي توګه پېژندنه ترلاسه کړي او له افغان حکومت او لوېديځو ځواکونو سره ۱۷ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د ناټو دغه لوړپوړي استازي ويلي چې په افغانستان کې دننه او پر نړيواله کچه پهدغه هېواد کې سولې ته لېوالتيا زياته شوې ده.
ده ويلي چې افغانان ډېر کړېدلي دي او د جون مياشتې اوربند ثابتوي چې سوله ممکنه ده.
ښاغلي زیمرمن ويلي چې طالبان بايد وښيي چې دوی د افغانانو په خاطر غواړي په افغانستان کې امنيت او سوله راشي.
زیمرمن «دې نشنل» ته ويلي چې طالبان بايد پهدې پوه وي چې دوی دا جګړه نهشي ګټلی، خو د مذاکراتو پر مېز په افغان ټولنه او سیاست کې ځان ته یوځای جوړولای شي.
د جون مياشتې تر اوربند راهيسې وروستۍ اوونۍ په ځانګړې توګه خونړۍ وې، د بېلګې په توګه په غزني ښار کې د طالبانو په حملو کې سلګونه کسان ووژل شول او ګڼې ودانۍ او بازارونه لهمنځه ولاړل.
طالبانو په افغانستان کې په نورو سیمو کې هم حملې کړي.
په همدې حال کې د طالبانو سيالې سخت دريځې ډلې داعش پر کابل د حملو تمرکز زيات کړی.
خو زیمرمن پهدې باور دی چې په جون مياشت کې د اوربند اقدام د تغيیر پر لور يوه اشاره ده.
ولسمشر غني طالبانو ته د خبرو بېساری وړانديز کړی او امریکا هم پهدې وروستیو کې له طالبانو سره په قطر کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې.
بل لوري ته طالبانو ويلي وو چې په غونډه کې د ګډون لپاره به مسکو ته خپل استازي ولېږي که څه هم افغان حکومت او امریکا په دغه غونډه کې د ګډون بلنه رد کړې وه.
زیمرمن له په دغه مرکه کې ولسمشر محمد اشرف غني يو مفکر انسان بللی چې په خپل ليدلوري سرهیې د سولې اجنډا نویو پړاوونو ته لوړه کړې.
خو ده ويلي چې د سولې په اړه باید په محتاطانه توګه هيلې وشي ځکه د ده په وينا تر ټولو لوی خنډ له طالبانو د امریکا او ناټو د مخالفو هېوادونو ملاتړ دی.
پر روسیه او ايران دواړو تور دی چې په افغانستان کې طالبانو ته مالي او لوژيستکي مرستې ورکوي او په دغه هېواد کې د سولې په خاطر د ناټو او امریکا هڅې له خنډ سره مخامخ کوي.
ايران او روسيې دواړو دغه ادعاوې رد کړې دي.
ښاغلي زیمرمن «دې نشنل» خپرونې ته ويلي چې د جګړې پر دواړو لورو اغېز لرونکي باید دا کار ونهکړي.
ده ویلي چې له بده مرغه د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه د افغان حکومت ملاتړ کوي او په همدې حال کې د طالبانو غوندې سخت دريځو سره مرستې هم کوي.