په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د پوځي هڅو د مشرتابه لپاره دا ځل د امریکایي ځانګړو یا کمانډو ځواکونو یو قوماندان نومول شوی دی.
لوړپوړو پوځي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندانۍ لپاره جنرال سکاټ مېلر چې دوه کالهیې د امریکا د ځانګړو پټو ګډو عملیاتو مشري کړې، غوره شوی دی.
جنرال مېلر به چې د ځانګړو عملیاتو یو مډال اخیستونکی سرتېری دی، نهم امریکایي جنرال او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا به لومړنی وي چې په افغانستان کې د امریکا د ۱۷ کلنې جګړې قومانداني یې غاړې ته لوېږي.
د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، پنتاګون په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې او ویلي یې دي، تر هغو چې په دې اړه رسماً اعلان نهوي شوی، څه نهوایي.
د امریکا د ځانګړو پټو ګډو عملیاتو د قوماندان په توګه جنرال مېلر په نړۍ کې د امریکا د ډېرو پټو عملیاتو مشري کړې او مشکوک ترهګر یې د بېپیلوټه الوتکو او د پوځ د دېلتا او نوي سیل ټیم سيکس ډلو په ګډون، د ځانګړو جزوتامونو په مرسته تعقیب کړي دي.
په هغو عملیاتو کې چې مېلر پهکې ونډه درلوده، یو هم د سومالیا د پلازمېنې د ۱۹۹۳ کال جګړه وه چې هغه مهال نوموړی تورن او د دېلتا فورس جزوتام قوماندان و.
په دې اړه د بلک هاک ډاون په نوم کتاب او فلم کې ویل شوي چې ده ته د خدمت په خاطر د برونزو د ستوري مډال هم ورکړل شوی دی.
له هغې وروسته جنرال مېلر په افغانستان او عراق کې څو ځلې په محاربو مأموریتونو کې ونډه اخیستې ده.
د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په لیکنه، که هر څه سم مخ ته لاړ شي، جنرال مېلر به د افغانستان د جګړې مسؤلیت په داسې یوه وخت کې ترلاسه کوي چې وسلهوال طالبان د افغانستان د خاورې پر ډېرې برخې کنټرول لري او په وروستیو کې یې هم پر لویو ښارونو حملو ته زور ورکړی دی.
تېره اوونۍ نږدې وه چې طالبان د فراه ښار بشپړ ونیسي چې د افغان ځواکونو لهخوا د امریکا د جټ الوتکو د بمبارۍ په ملتیا، په شا وتمبول شول.
له دې مخکې دا پېښه په ۲۰۱۶ میلادي کال په کندز کې شوې وه.
په افغانستان کې نا امني دې هېواد ته د نورو څلور زرو امریکایي سرتېرو له استولو سره سره زیاته شوې ده.
د ولسمشر ټرمپ له دغې پرېکړې سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر اوس شااوخوا ۱۴ زره ته رسېږي او پر دې سربېره په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي حضور په کمېدو سره په دې هېواد کې د پوځي هڅو په لاپیاوړتیا تمرکز شوی دی.
جنرال مېلر چې د سومالیا، عراق او افغانستان د مأموریتونو تجربه لري، په افغانستان کې به د یوه داسې مأموریت مسؤلیت په غاړه اخلي چې د دې هېواد امنیتي ځواکونه د امریکا د ځانګړو عملیاتي ځواکونو پر مأموریتونو پورې ډېر تړلي دي.
یوه لوړپوړي پوځي چارواکي والسټریټ ژورنال ته ویلي چې جنرال مېلر چې په عراق کې د دېلتا فورس ځواک د قوماندان په توګه د جدي عملیاتو په ترسره کولو پېژندل شوی، په افغانستان کې بهیې دنده ډېره پېچلې وي، په هغه هېواد کې چې په وروستیو کلونو کې جګړه پهکې پېچلې شوې او سیمهییز لوبغاړي لکه روسیه او ایران هم پهکې ښکېل شوي دي.
واشنګټن تور لګوي چې دواړه هېوادونه د یاغي وسلهوالو ملاتړ کوي، هغه تور چې مسکو او تهرانیې ردوي.
د والسټریټ ژورنال په لیکنه، افغانستان ته د نورو سرتېرو له استولو سره سره په دې هېواد کې د جګړې په ډګر کې د بریا نښې نهلیدل کېږي.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو اوسني قوماندان جنرال جان نېکلسن چې دنده بهیې په دې هېواد کې پای ته رسېږي، د روان کال په پیل کې ویلي وو چې د پوځي هڅو له تېزېدو سره د پخلاینې او روغې جوړې امکانات په زیاتېدو دي، خو د سولې او پخلاینې څرک هم نه تر سترګو کېږي.