د کابل امنیه قومانداني وايي چې کشفي او استخباراتي ادارو د کابل ښار د تېرې ورځې د خونړۍ پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل کړي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، دښمن جنګي تکتیکونه بدل کړي او هڅه کوي چې په خلکو کې د وېرې او کرکې خپرولو په هدف په ښوونیزو مرکزونو، جوماتونو او تکیه خانو حملې وکړي.
د امنیه قومانداني ویاند حشمت الله ستانکزي د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال زمري۲۵» ازادي راډيو ته وویل چې د دا ډول حملو د مخنيوي لپاره ځانګړي او تازه پلانونه چمتو شوي او د عملي کېدو لپاره یې کار روان دی.
نوموړي وویل چې د تېرې ورځې د پېښې په اړه جدي پلټنې پيل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د تېرې ورځې د پېښې د څرنګوالي په اړه د کشفي او استخباراتي بنسټونو څېړنې پیل شوې، هغه څه چې خلکو ته روښانه ده د افغانستان سولې او ثبات دښمنانو تل هڅه کړې چې تعلیمي مرکزونه په نښه او د خلکو ترمنځ ستونزې رامنځته کړي، حمله تروریستي وه او په اړه یې زموږ جدي پلټنې روانې دي چې وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړو."
تېر مازدیګر شاا خوا څلورنیمې بچې یو انتحاري حمله کوونکي د کابل د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند د دشتي برچي په سیمه کې د موعود ښوونیز مرکز کې په خپل ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول چې د امنیتي چارواکو په خبره، ۳۴ کسان په کې وژل شول او ۴۸ نورټپیان شوو.
په دې اړه نور: چارواکي: د کابل په پرونۍ پېښه کې ۴۸ نه بلکې ۳۴ تنه وژل شويکه څه هم تر دې دمه کومې ډلې د دغې حملې مسؤلیت پر ځان نه دی منلی او طالبانو هم په کې خپل لاس لرل رد کړي، خو تر دې مخکې ډېره ځله داعش ډلې د کابل ښار د اهل تشیع جوماتونه او د غونډو مرکزونه په نښه کړي دي.
دغه پېښه په ملي او نړیواله کچه غندل شوې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې پرونۍ ځان وژونکې حمله غندلې او دا یې یوه بې رحمه او کرغېړنه تروریستي حمله بلبلې ده.
په دې اړه نور: د ملګرو ملتونو امنیت شورا کابل کې ځان وژونکې حمله وغندله
امنیت شورا ویلي، د داشان حملو له عاملینو، تنظیمونکو او مالي تمیولونکو سره باید حساب وشي او عدالت ته راوکاږل شي.
د ماشومومانو لپاره د ملګروملتونو د ساتنې ادارې «UNICEF» مشرې هم دغه حمله غندلې او پر دې یې خواشینې څرګنده کړه چې په افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي ستره قرباني ماشومان ورکوي.
ملګرو ملتونو پرونۍ حمله غندلې او دا یې یوه بې رحمه او کرغېړنه تروریستي حمله بلبلې ده
دا پېښه د افغانستان جمهوري ریاست، اجرائیه ریاست او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په کلکو ټکو غندلې او بشري ضد جنایت یې بللې ده.
تر دې وړاندې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په کلا ناظر سیمه کې پر تبیان فرهنګي مرکز انتحاري حمله کې ۴۱ تنه ووژل شول.
دا پېښه د تبیان په نوم په یوه فرهنګي مرکز کې وشوه چې د صدای افغان خبري اژانس دفتر هم په دې مرکز کې فعالیت لري.
پر تبیان فرهنګي مرکز د انتحاري حملې مسؤلیت داعش وسله والې ډلې منلی و.
دا په داسې حال کې ده چې شااو خوا دوه اوونۍ وړاندې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د اهل تشیع په یو جومات کې په دوو انتحاري حملو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کردېز د تېرې ورځې حمله کې د وژل شویو شمېر ۳۴تنو ته ورسېد
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون له حکومت نه غواړي چې داشان پېښو د مخنیوي لپاره استخباراتي هڅې زیاتې کړي.
د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"ولې دولت په دې نه توانېږي چې د دا ډول پېښو مخه ونیسي؟ ولې دولت په ښوونیزو مرکزونو کې پولیس د ساتنې لپاره نه ځای پرځای کوي؟ له بده مرغه دولت په ستونزو کې راګیر دی او قرباني ولس ورکوي."
د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې له دې وړاندې دېته ورته یوشمېر انتحاري حملې یې شنډې کړي او کم حمله کوونکي توانېږي چې هدف ته ځان ورسوي.
- په دشت برچي کې مخکېنۍ حملې
د روان کال د غويي میاشتې پر ۱۹مه څو تنو انتحاریانو په دشت برچي کې پر ۱۳مې حوزې حمله وکړه چې دوه پولس پهکې ووژل شول. -
د عامې روغتیا وزارت: پر تبیان فرهنګي مرکز انتحاري حمله کې ۴۱ تنه وژل شوي
- د همدې میاشتې پر درېیمه په قلعه ناظر سیمه کې د انتخاباتو د نوم لیکنې پر یوه مرکز انتحاري حمله کې ۵۷ کسان ووژل شول او ۱۱۹ نور ټپیان شول.
- د ۱۳۹۶کال په تلې میاشت کې په دشت برچي سیمه کې پر امام زمان جومات انتحاري حمله کې ۳۹ تنه ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.
- د ۱۳۹۶ کال د غويي پر درېیمه په دشت برچي سیمه کې پر الزهرا جومات انتحاري حمله کې ۵ تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
راپور: رحمت الله افغان
پخواني معلومات
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په دشت برچي سیمه کې له نننۍ انتحاري حملې نه تر دا مهاله روغتونونو ته ۲۵ جسدونه او ۳۶ ټپیان انتقال شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل چې کېدای شي دغه ارقام تغییر وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه پېښه کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
دانش دا هم وویل چې کېدای شي دغه ارقام لوړ شي.
تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې ډلې نهدی منلی، خو وړاندې له دې د ډېریو دا ډول بریدونو مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.
- پخواني معلومات
د افغانستان د کورنیو چارو وايي په دشت برچي سیمه کې پر موعود ښوونیز مرکز انتحاري حمله کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې کېدای شي دغه ارقام تغییر وکړي.
- پخواني معلومات
د کابل امنیه قومانداني وايي په دشت برچي سیمه کې د موعود په نوم پر یوه ښوونیز مرکز انتحاري حمله کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمتالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې نن چهارشنبi د څلورو بجو په شااوخوا کې یوه انتحاري کس د زدهکوونکو په منځ کې ځان پورې تړلو موادو ته چاودنه ورکړې ده.
ښاغلي ستانکزي ونهویل چې څو تنه مړه او څو ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او د پېښې نور جزئیات به وروسته روښانه شي.
تر دا مهاله د دغې حملې مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمتالله ستانکزي پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه حمله په ۱۸مه حوزه کې یوه ښوونیز مرکز ته نږدې شوې چې کېدای شي انتحاري حمله وي.
- په دشت برچي کې مخکېنۍ حملې
- د روان کال د غويي میاشتې پر ۱۹مه څو تنو انتحاریانو په دشت برچي کې پر ۱۳مې حوزې حمله وکړه چې دوه پولس پهکې ووژل شول.
- د همدې میاشتې پر درېیمه په قلعه ناظر سیمه کې د انتخاباتو د نوم لیکنې پر یوه مرکز انتحاري حمله کې ۵۷ کسان ووژل شول او ۱۱۹ نور ټپیان شول.
- د ۱۳۹۶کال په تلې میاشت کې په دشت برچي سیمه کې پر امام زمان جومات انتحاري حمله کې ۳۹ تنه ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.
- د ۱۳۹۶ کال د غويي پر درېیمه په دشت برچي سیمه کې پر الزهرا جومات انتحاري حمله کې ۵ تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.