مسلمیار: له امریکا سره د سولې مستقیمې خبرې د طالبانو بې‌ځایه غوښتنه ده

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وايي، د طالبانو دا غوښتنه بې‌ځایه ده چې ګواګې له امریکا سره مستقیماً د سولې خبرې کوي.

د طالبانو د مشر له اختریز پیغام وروسته چې په‌کې له امریکایانو سره پر مسقیمو خبرو ټینګار شوی، د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، دا چې طالبان خپلواک نه‌دي نو دا ډول پلمې کوي.

ښاغلي مسلمیار د چهارشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» ازادي راډیو ته وویل، که طالبان واقعاً غواړي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، حد اقل د یو ځل لپاره دې له افغان حکومت سره په خبرو کولو د دوی اراده او استقلالیت وازمايي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې طالبانو ته د خبرو زمینه نه‌ده مساعده او یا هم نه‌غواړي چې خبرې وکړي، بیا وايي چې حکومت د سولې د خبرو صلاحیت نه‌لري، دا د دوی خبرې دي او زه‌یې ردوم، دا ورته وایم چې دوی خو دې د امتحان لپاره یو ځل اخلاقي جرأت وکړي او میدان ته دې راشي، بیا به ولیدل شي چې دوی خپلواک نه‌دي او که افغان حکومت."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په پیغام کې یو ځل بیا له امریکایانو سره د سولې په مستقیمو خبرو ټینګار کړی دی.

په پیغام کې همداراز راغلي چې که امریکایي چارواکي واقعاً د افغانستان د قضیې په سوله‎‌ییز حل باور لري، باید مستقیماً د مذاکراتو مېز ته راشي.

د طالبانو په پیغام کې له افغان حکومت سره د شوي اوربند په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د مشرانو جرګې رئیس همداراز ویلي چې د افغان حکومت له لوري د اوربند اعلان دا وښوده چې حکومت د سولې اراده او واک دواړه لري.

افغان حکومت د طالبانو په مقابل کې د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې ورځې اوربند اعلان کړی، خو طالبانو بیا یوازې د اختر د درېیو ورځو له اوربند سره هوکړه کړې ده.

له دې ټولو سره سره د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړی نادرخان کټوازی بیا وايي چې له امریکایانو سره د طالبانو مستقیمې خبرې د سولې له ټینګښت سره مرسته نه‌شي کولای.

د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی

کټوازي وویل:

"زه له امریکایانو سره د طالبانو د سولې مسقیماً خبرې پر ځای نه‌بولم، ځکه تر هغې چې افغانان په خپلو کې ناسته ونه‌کړي او خپلې ستونزې حل نه‌کړي، بل څوک دغه کار نه‌شي کولای."

د ښاغلي کټوازي په خبره، په داسې حال کې چې امریکایان نه‌غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي، بیا هم د طالبانو ټینګار یوازې د جګړې د دوام په معنی کېدای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس