د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

د سولې شورا: د طالب مشر له اختریز پیغامه ښکاري چې دا ډله لا هم بهرني رهبري کوي


د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون وايي، د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره پر مستقیمو خبرو ټینګار د دې څرګندوی ده چې طالبان لا هم د بهرنیو له‎خوا رهبري کېږي.

ښاغلي اوچقون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» دا څرګندونې وروسته له هغې ازادي راډیو ته وکړې چې د وسله‎والو طالبانو مشر ملا هبت‎الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا ټینګار وکړ.

ښاغلي اوچقون زیاته کړه:

"که امریکایي چارواکي واقعاً د افغانستان د قضیې په سوله‎ییز حل باور لري، باید مستقیماً د مذاکراتو مېز ته راشي، څو د اشغال دغه غمیزه چې لوی زیان‌یې د افغانستان او امریکا ولسونو ته رسېږي، د خبرو له لارې حل شي."

د وسله‎والو طالبانو مشر ملا هبت‎الله اخندزاده
د وسله‎والو طالبانو مشر ملا هبت‎الله اخندزاده

د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي اوچقون د طالب مشر د دې ټینګار په اړه چې امریکا دې له دوی سره مستقیمې خبرې وکړي وايي:

"دا د دې څرګندوی ده چې دوی اوس هم د بهرنیو له‎خوا رهبري کېږي او دوی په مستقیمه توګه خپله پرېکړه نه‎شي کولای. په تېرو ۱۷ کلونو کې څرګنده شوې ده، کله هم دوی سولې ته مایل شوي دي، د هغه هېواد له‎خوا چې ملاتړ یې کوي د سولې هڅې سبوتاژ شوې دي."

عبدالخبیر اوچقون
عبدالخبیر اوچقون

لوړپوړو امریکايي چارواکو هم وخت پر وخت د افغانستان د جګړې د هواري لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو ترسره کېدل رد کړي او ټینګار یې کړی دی چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانانو د خپلمنځي خبرو ملاتړ کوي.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې افغانستان پر اساسي قانون ولاړ د یو اسلامي دولت لرونکی دی او طالبانو ته په‎کار ده چې د سولې په برخه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له‎خوا هغه هر اړخیز وړاندیز ومني چې د کابل پروسې په وروستي کنفرانس کې یې وړاندې کړ.

نوموړی وايي:

"فکر کوم طالبان په ناسمه لاره روان دي. که د افغانستان په اړه فکر کوي، نو دا وخت افغانستان یو اسلامي جمهوري دولت لري، یو قوي ملت دی او دوی کولای شي چې خپل ملت او د افغانستان دولت ته مراجعه وکړي."

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال وویل، د امریکا سره د طالبانو مستقیمې خبرې د افغانستان اوسنی کړکېچ له دې کبله هم نه‎شي هوارولی چې افغان دولت پر امریکا سربېره د نړۍ له ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د یو دولت په توګه اړیکې او دوه اړخیز تړونونه لري.

د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په پیغام کې چې د تل په څېر په څو ژبو خپور شوی او رسنیو ته استول شوی، د دې ډلې له‎خوا د کوچني اختر په درې ورځو کې اعلان شوي اوربند ته اشاره نه‎ده شوې.

​همدارنګه د افغان ولسمشر اشرف غني له‎خوا د دې وسله‎والې ډلې پر خلاف د روژې له ۲۷مې نېټې د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې پر اعلان شوي یو اړخیز اوربند هم کومه تبصره نه‎ده شوې.

طالب مشر په خپل پیغام کې د دوی سیاسي دفتر د خبرو اترو یوازنی مرجع بلل شوې، خو د قطر یادونه ورسره نه‎ده شوې.

ملا هبت‌الله د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د ولسي خلکو پر خوندیتوب په داسې حال کې ټینګار کړی چې وروستۍ څو میاشتې په افغانستان کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې له پلوه خونړۍ میاشتې وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر او نورو بشري ادارو خپاره شوي راپورونه وايي، ګڼ عام افغانان د هغو چاودنو، ځانمرګو بریدونو او نورو ډله‎ییزو حملو قربانیان دي چې د حکومت وسله‎وال مخالفان‌یې ترسره کوي.

طالب مشر په خپل دې پیغام کې د نړۍ او افغانستان دیني عالمانو ته خبرداری ورکړی چې ګوندې امریکایان د دوی له نوم د ځان په ګټه استفاده کول غواړي، چې ظاهراً اشاره‌یې په افغانستان او نوره نړۍ کې د افغانستان د جګړې په اړه د دیني عالمانو وروستیو پرېکړو ته ده.

خو د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون بیا ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان او نړۍ کې اسلامي دیني عالمانو په زیاتېدونکې توګه پر وسله‎والو طالبانو فشار زیات کړی چې په افغانستان کې دې روانه ناروا جګړه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG