د نفوسو د احوال ثبتولو اداره: برښنايي تذکرې په ټولو ادارو کې د اعتبار وړ دي

د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره وايي، برښنايي تذکرې د افغانستان په ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو کې د اعتبار وړ دي.

د برښنايي تذکرو د وېشلو په اړه د ځینو افغانانو او اجرائیه رئیس له مخالفت سره سره، د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو اداره وايي، دمګړۍ په کابل کې د دغو تذکرو لپاره د نوم ثبتولو، بایومټریک کولو او وېشلو دوه ځایونه پرانیستل شوي او ډېر ژر به دوه نورې څانګې په خیرخانه مېنه او یا دشت برچي کې هم پرانیستل شي.

د دغې ادارې د خپرونو او عامه اړیکو رئيسې روینا شهابي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه د دغو تذکرو د اخیستو لپاره ۱۵۰۰۰ کسانو نومونه ثبت کړي دي.

د دې په خبره له دغې جملې نه د ۱۱۰۶۰ کسانو د نوم ثتبولو او بایومټریک پروسه ترسره شوې او ۸۰ فیصدو یې خپلې تذکرې ترلاسه کړې دي.

اغلې شهابي وايي، برښنايي تذکرې پرته له راروانو انتخاباتو، په ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو کې د اعتبار وړ دي.

روینا شهابي

نوموړې زیاته کړه:

"برښنايي تذکرې د اعتبار وړ دي، دا یوه ملي پروسه ده، د ولسمشر له‌خوا پرانیستل شوې او د نفوسو د احوال ثبتولو اداره‌یې اعتبار تضمینوي.​"

د برښنايي تذکرو لپاره د نوم ثبتولو او بایومټریک کولو لړۍ، د تېر لمریز کال د دلوې په میاشت کې، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پیل شوه، خو د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې ولسمشر ته د لومړۍ تذکرې په ورکولو سره، یاده لړۍ له ولسمشرۍ ماڼې نه بهر پیل شوه.

اوس د کابل ښار په دوو سیمو وزیر محمد اکبر خان او څلورمه کارته کې د برښنایي تذکرو لپاره د نوم ثبتولو او بایومټریک کولو، دوه څانګې فعالې دي.

د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې د خپرونو او عامه اړیکو رئيسې ازادي راډیو ته وویل چې اوس د دغو تذکرو د اخیستونکو لپاره د کابل ښار په دوو څانګو کې رسیده‌ګي کېږي.

دې دا هم وویل چې د متقاضیانو د زیاتوالي په صورت کې به نورې څانګې هم پرانیستل شي.

د نفوسو د احوال ثبتولو اداره په داسې حال کې د دغو تذکرو د اعتبار خبره کوي چې پخوا تر دې ځینو افغانانو او اجرائیه رئیس د دغو تذکرو له وېشلو سره مخالفت ښودلی دی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله میاشت مخکې په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې د برښنايي تذکرو د وېش پر ځای باید، نورو ضروري موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړل شي.

په دې اړه مو د اجرائیه ریاست د ویاند له مرستیال امید میثم سره اړیکې ټینګې شوې، خو په هکله‌یې څه ونه‌ویل.

د اجرائیه رئیس پر مخالفت سربېره ځینو کسانو هم د اعتراضیه غونډو په جوړولو سره ویلي چې د دغو تذکرو له وېشلو سره‌یې د مخالفت دلیل، په یادو تذکرو کې د «افغان» کلمې لیکل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې د افغانستان هر اوسېدونکی افغان دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره باید، د دغو تذکرو د وېش په هدف، د نوم ثبتولو او بایومټریک کولو، څانګې زیاتې کړي.

عبدالقادر ځاځی وطندوست

د ولسي جرګې له دغو غړو نه عبدالقادر ځاځي وطندوست ازادي راډیو ته وویل:

"که دغه لړۍ په همدې توګه روانه وي، په پنځه کلونو کې به هم ختمه نه‌شي، دوی وايي، موږ په کابل کې پنځه مرکزونه فعالوو او بیا به‌یې ولایتونو ته هم ولېږو، خو په خواشینۍ سره چې دا کار یې ونه‌کړ، په کابل کې یې یوازې دوه مرکزونه فعال دي، دغه لړۍ پڅه روانه ده."

ښاغلی ځاځی وايي، که دغه لړۍ تېزه شي، تر راتلونکو پنځه کلونو پورې به د هېواد ډېری وګړي، برښنایي تذکرې ترلاسه او په راتلونکو انتخاباتو کې به‌یې وکاروي.

د نفوسو د احوال ثبتولو د ادارې د خپرونو او عامه اړیکو رئيسه وايي، په راروانو او د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې به، له دغو تذکرو نه کار وانه‌خیستل شي.

د دې په خبره هڅې کېږي چې له الکټرونیکي تذکرو نه په راتلونکو نورو انتخاباتو کې کار واخیستل شي.

راپو: خان محمد سیند