د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۳۶

یو شمېر مدني فعالان وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش د بهیر دې ودرول شي


په کابل کې یوشمېر مدني فعالانو د برېښنايي تذکرو له وېش سره مخالفت وکړ او د دغه بهیر د درېدو غوښتنه یې وکړه.

د مدني ټولنې دغه استازي وايي، د تذکرو د وېش لړۍ د هېواد له لویو قضایاو څخه ده او په دې تړاو جدي بحث او دقت ته اړتیا ده ترڅو په دې تړاو ملي اجماع او توافق رامنځته شي.

د دغو مدني فعالانو په استازیتوب عین الدین بیګ د اعراضیه ناستې په څنډه کې ازادي راډيو ته وویل:

"دغه مسئله موږ ته د منلو وړ نه ده، موږ د یو ملت په توګه په دې اړه باید تفاهم وکړو، موږ ټول د الکترونیکي تذکرو د بهیر درېدو غوښتونکي یو، له هغه پرته به پراخو اعتراضونو لاس پوري کړو او د حکومت په وړاندې به ودرېږو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې رسماً د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ پیل شوه او ولسمشر محمد اشرف غني لومړنۍ الکترونیکي تذکره واخیستله.

ولسمشر محمد اشرف غني د لومړنۍ الکترونیکي تذکرې له اخیستلو وروسته په لنډو خبرو کې وویل چې دغه لړۍ په دې دلیل له وروستیو حملو وروسته پيلوي چې په خبره یې انتحاریان له جعلي تذکرو استفاده کوي.

د ښاغلي غني په خبره د الکترونیکي تذکرو په وېشلو سره به د سو استفادې مخه ونیول شي.

خو د حکومت اجرائیه رئیس له دې پروسې سره مخالفت څرګند کړی او نامشروع یې بللې ده.

عبدالله عبدالله پرون وویل چې په دې برخه کې تراوسه د هېواد او حکومت په کچه ملي اجماع نه ده رامنځته شوې.

ښاغلي عبدالله مخکې هم ویلي و چې د برېښنايي تذکرو وېش د هېواد د یوې لویې ملي مسئلې په توګه زیات بحث ته اړتیا لري.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست مرسیتال ویاند شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دغه بهیر به له ځنډ پرته دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

"الکترونیکي تذکرو خپل ټول قانوني مراحل بشپړ کړي او اوس مهال اجرايي پړاو ته رسېدلي، الکترونیکي تذکرې د یو تقنیني سند په اساس ویشل کېږي او له ځنډ پرته به دوام وکړي."

د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي ادارې هم ویلي چې دوی به د تذکرو وېش ته دوام ورکړي.

دغې ادارې ویلي، د برېښنايي تذکرو د وېش د بهیر له پیلېدو سره ولسمشر اشرف غني او لسګونه نورو افغانانو خپلې تذکرې ترلاسه کړې او په وینا یې چې د حکومت د مشرانو ترمنځ روان اختلاف به د برېښنايي تذکرو د وېش پر بهیر اغېز ونه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG