د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د تابعیت تذکرو د پلور د زیاتېدو په اړه د مشرانو جرګې اندېښنې!


د افغانستان مشرانو جرګه په هېواد کې د تابعیت تذکرو د پلور د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۸» په عمومي ناسته کې د دغې جرګې يو شمېر غړو ادعا وکړه چې د ځينو اسنادو او شواهدو له مخې یو شمېر خلک پر ځینو احتمالي نوماندانو تذکرې پلوري.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د تابعیت تذکرو پلور د هویت د پلورلو په معنی وباله او د دغې چارې پر مخنیوي يې ټینګار وکړ.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د دې شاهدان یو چې نن سبا د تذکرو پلور بې‌حده زیات شوی، زه د داسې افغانانو په حال افسوس کوم چې د ۵۰۰ يا زرو افغانیو په بدل کې خپل هویت پلوري. هغه کسان چې خپلې تذکرې پلوري، نو هغه کاندیدان چې بریالي کېږي، نو پر هغوی به بیا څنګه انتقاد کوي، موږ باید اصلاحات له ځانه پيل کړو."

د مشرانو جرګې غړې نفیسه سروري هم وايي چې د تذکرو پېر او پلور ولسي جرګې ته د شايسته او په کارپوه کاندیدانو د راتګ مخه نیسي.

د دې په خبره، له دې چارې سره به زورواکي او سرمایه‌داره خلک په انتخاباتو کې بریالي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د میزان د ۲۸مې نېټې په انتخاباتو کې به خلک د تابعیت د تذکرې له مخې چې د انتخاباتو کمېسیون له‌خوا پرې ځانګړی سټیکر نښلول کېږي رأیه ورکړي.

دا شان هغه کسان چې په انتخاباتو کې ځانونه کاندیدوي باید د زرو رأی ورکوونکو سټیکر لرونکې تذکرې له ځانه سره ولري.

له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون ویلي چې د تذکرو پېر او پلور درغلي ده او هغه کسان چې دغه کار کوي څارنوالۍ ته به وپېژندل شي.

د دغه کمېسون يوه غړي حفیظ‌الله هاشمي ویلي، که دا ثابت شي چې کوم کاندید تذکرې پېرلي، نو نوم به‌یې له لېست څخه لیرې شي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې غونډې مشري یې کوله وویل چې د تذکرو د پېر او پلور تر څنګ یو شمېر کسان هڅه کوي څو له جعلي تذکرو نه هم په انتخاباتو کې ګټه واخلي.

محمد علم ایزدیار
محمد علم ایزدیار

نوموړي زیاته کړه:

"زه هیله‌مند چې په دې تړاو جدي څارنه او څېړنه وشي او د جعلي تذکرو د کارونې مخه ونیول شي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د وګړو د ثبت و احوال مرکزي ادارې نظر هم ولرو، خو د دې ادارې ویاند روح‌الله احمدزي زموږ ټیلیفون ته ځواب ورنه‌کړ.

خو له دې وړاندې ښاغلي احمدزي ځينو رسنیو ته ویلي چې د جعلي تذکرو په اړه شوې ادعاوې به وڅېړل شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG