د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د کندهار ولایتي شورا: د ټاکنو کمېسیون ولایتونو سره توپيريز چلند کوي


کندهار چې د نوم‎لیکنې له پلوه د هېواد په کچه له کابله وروسته دوهم مقام لري، اوسېدونکي يې د راتلونکې ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم‎لیکنې د مرکزونو له کموالي څخه شکایت کوي.

د يکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» د کندهار د يو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو د نوم‎لیکنې د مرکزونو د کموالي په اړه د کندهار ولایتي شورا ته شکایت وکړ.

د پنجوايي او دامان ولسوالیو دوو اوسېدونکو اختر محمد او لعل جان د نورو په استازیتوب وویل چې شته مرکزونه کافي نه‎دي او د ورځې په اوږدو کې د مراجعينو غوښتنو ته جواب نه‎شي ورکولای.

اختر محمد وايي:​

"په سپېروان کې یو ګروپ ناست دی، د ورځې ۳۰ تذکرې ورکوي، د اته زره کورونو لپاره چې په هر کور کې پنځه تر اتو پورې نفر شي، دا یو مرکز ورته کفایت نه‎کوي، باید دوه درې مرکزه شي."

لعل جان هم ورته شکایت لري:

"که دوی خلک نه‎لري، موږ به خلک ورکړو، خو زموږ غوښتنه دا ده چې مرکزونه دې زیات شي."

د کندهار د ولایتي شورا غړو د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» په خپله نوبتي غونډه کې وویل چې هره ورځ ورته سلګونه کسان له ولسوالیو شورا ته د مرکزونو د کمښت شکایت کوي.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس سيد جان خاکرېزوال وایي چې خلک د مرکزونو امنیت ساتلی شي، خو د مرکز له‎خوا د کندهار سره د مور او میرې چلند کېږي او مرکزونه‌يې، نه‌اضافه کېږي.

وکیلان وايي، که د ټاکنو په برخه کې یادې ستونزې حل نه‎شي دغه پروسه به له خنډ سره مخ شي او د کندهار خلک به په راتلونکو ټاکنو کې له ګډونه بې‌برخې شي.

بل‎خوا د کندهار د ټاکنو کمېسیون رئیس هاشم دُرانی وايي چې په ښار او ولسوالیو کې د ټاکنو مرکزونه وروسته تر ارزیابی ټاکل شوي دي.

په کندهار کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره تر دې مهاله پورې ۳۲۱۰۰۰ کسانو نوم‎لیکنه کړې ده چې ۴۷۰۰۰ زره‌يې ښځې دي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG