وسلهوالو طالبانو د سې شنبې په شپه له هغو سیمو څخه د فراه پر ښار برید وکړ چې کوکنار پهکې کرل کېدل او یا هلته د مخدره موادو کاروبار کېده.
له امریکا څخه خپرېدونکې «سټارز اېنډ سټرایپس» ورځپاڼې لیکلي، فراه د مخدره موادو د قاچاق مهمه لار ده چې هلمند یې په جنوب کې او ایرانیې په لوېدیځ کې دی او طالبان هم له نشهيي موادو څخه د لاس ته راغلو پيسو له لارې خپل جنګیالي تمویلوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش نشهيي مواد د وسلهوالو طالبانو مالي سرچينه بولي او زياتوي چې له طالبانو د فراه ښار له پاکولو سره سمیې څېړنې پیل کړي، ترڅو په فراه ولايت کې د برید او نا امنیو په برخه کې د نشهيي موادو د قاچاقو ونډه هم وڅېړي.
ښاغلي دانش زیاته کړه:
"له بده مرغه چې د طالبانو د تمویل یوه سرچینه نشهيي مواد دي او له شکه پرته چې طالبان له نشهيي موادو څخه تمویل او مجهز کېږي. موږ د سې شنبې ورځې د برید په اړه څېړنه کوو، ترڅو معلومه شي چې پهدې بريد کې د نشهيي موادو ونډه څومره ده؟"
د نشهيي موادو د تولید پر کارخانو د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ هوايي عملیات چې اته میاشتې مخکې پیل شوي، په تېره میلادي میاشت کې د افغانستان لوېدیځو ولايتونو ته هم وغځېدل.
Your browser doesn’t support HTML5
تېره میاشت افغان او بهرنیو ځواکونو د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د نشهيي موادو د تولید پر کارخانو ګډ عملیات وکړل چې د نشهيي موادو ۱۱ کارخانې یې ویجاړې او د لسګونه زرو ډالرو په ارزښتيې نشهيي مواد هم لهمنځه يوړل.
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې مېرمن حُمیرا ایوبي په فراه ولايت کې د جګړې او نا امنۍ ستر عامل نشهيي مواد بولي او زياتوي چې فراه د هېواد له شماله لوېدیځ ته د نشهيي موادو د قاچاق په لاره بدله شوې او په موجوده ناامنيو کې د نشهيي موادو د قاچاق کوونکو لاس دی.
اغلې ایوبي زیاته کړه:
"په فراه کې یوه مسئله د نشهيي موادو ده. دا مهال فراه د نشهيي موادو د کښت او تولید په مرکز بدله شوی دی. په بکوا ولسوالۍ کې د اوبو زرګونه څاګانې کېندل شوي او هلته عام خلک او طالبان تریاک کري چې حاصلات او عواید یې مستقیم طالبانو ته رسېږي، همدا وجه ده چې فراه تل ناامنه وي."
د فراه ولایت د دوهمې پلې لوا ویاند نورالحق خالقي ازادي راډیو ته وویل چې په فراه ولایت کې د نشهيي موادو د تولید ډېری کارخانې د وسلهوالو طالبانو او سیمهییزو قوماندانانو په واک کې دي چې د فراه په جګړو او نا امنيو کې زیات رول لري.
مېرمن ایوبي په فراه ولايت کې له نشهيي موادو سره مبارزه د نا امنیو د ختمېدو راز بولي.
دا ټینګار کوي چې د نشهيي موادو د شبکو په ځپلو سره به د شمال او لوېدیځو ولایتونو ترمنځ د ناامنۍ او نشهيي موادو د قاچاقو دا لړۍ هم ختمه شي.
د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
راپور: مرسلین ارسلا