په داسې حال کې چې ترکمنستان غوښتنه کړې چې د افغانستان په خاوره کې دې د ټاپي پروژې چارې له ټاکلو پروګرامونو سره سمې پر مخ لاړې شي، د افغانستان د کانونو وزارت او د هرات ولایت چارواکي ډاډ ورکوي چې د یادې پروژې چارې پیل شوي او په منظمه توګه پر مخ ځي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۲» ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د دغې پروژې پروګرامونه په منظمه توګه د پلي کېدو په حال کې دي.
نوموړی زیاتوي:
"دغه پروژه د تګلارې پر بنیاد پر مخ روانه ده او هېڅ ستونزه پهکې نهشته. یوه تخنیکي برخه ده لکه نقشه، د ځمکو مسئله او داسې نور دغه ټول موارد په پام کې دي او ټول به د تګلارې پر بنیاد عملي کېږي."
ښاغلي مطفي وویل، دا د څلورو حکومتونو ترمنځ یوه مهمه ګډه اقتصادي پروژه ده او د چارو په څارلو کې يې څلور واړه هېوادونه ونډه لري.
تازه د ترکمنستان چارواکو هيله ښودلې چې د ټاپي پروژې چارې له ټاکلي پروګرام سره سمې باید د افغانستان په خاوره کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان لهخوا، له شویو ژمنو سره سمې پلې شي.
خو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د هېواد د امنیتي ارګانونو په ګډون، څو نور وزارتونه ګمارل شوي چې پهدې برخه کې هڅې تېزې کړي.
Your browser doesn’t support HTML5
ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هندوستان ته لېږدوي.
د دې پروژې نللیکه له ترکمنستانه تر هندوستانه پورې څه کم ۲۰۰۰ کېلو متره اوږدوالی لري چې ۸۱۶ کېلو مترهیې د افغانستان د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي.
په افغانستان کې یاده پروژه د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۳مه د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو، د پاکستان د صدراعظم او د هند د ولسمشر د مرستیال لهخوا د هرات ولایت په تورغونډۍ بندر کې پرانیستل شوه.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د ټاپي پروژې د چارو د څار لپاره د ترکمنستاني متخصصینو یو ځانګړی دفتر فعال شوی چې پهدې برخه کې د پرمختګونو راپور په منظمه توګه، په پروژه کې شاملو هېوادونو ته ورکوي.
ښاغلي جیلاني په دې برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ځیني کارونه دي چې په سترګو نهلیدل کېږي، لکه د ځمکې سروې، لیزري هوايي سروې، د خاورې پېژندنه او ماین پاکي، دا ټول د اجرا په حال کې دي. د دغې مرحلې له پای ته رسېدو سره سم به د کېندلو چارې پیل شي."
د چارو پوهان ټینګار کوي چې افغانستان باید پر ځان د سیمهییز او نړیوال اعتبار د زیاتولو په خاطر هڅه وکړي چې دغه پروژه په بریالیتوب سره پلي کړي.
له دې ډلې تاج محمد تلاش ازادي راډیو ته وویل:
"زه هیلهمند یم چې لومړی امنیت ته پلان ولرو او کوم اقتصادي باور چې د ملي یووالي حکومت تر لاسه کړی هغه له لاسه ورنهکړي. پهدې صورت کې کولای شو چې ترانزیټي حق هم ترلاسه کړو او پلي یې کړو."
ټاپي پروژه پاکستان او هندوستان ته په کال کې د ۳۳ میلیارده مکعبو ګازو د لېږد ظرفیت لري او افغانستان به ترې په هر کال کې شااوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره د ترانزیټ حقوق ترلاسه کړي.
د افغانستان ولسمشر ویلي، غواړي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په یو مهم واټ بدل کړي.
کارپوهان وايي، که افغانستان ټاپي پروژه په بریالیتوب پلې کړي، پرته له شکه به د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ترانزیټي اړيکې پراخې او په لږه موده کې به له دې لارې خپل ډېری اقتصادي ستونزې هم کمې کړي.
راپور: خان محمد سیند