د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

د کندز ولایتي شورا: د کندز ولسونه د ټاپي له پروژې د سر په بیه ملاتړ کوي


د کندز ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکو، مدني فعالانو، ولایتي شورا او د نوموړي ولایت د یو شمېر ادارو مشرانو په یوه ناسته کې خپل ملاتړ د ټاپي له پروژې اعلان کړ.

د کندز د ولایتي شورا رئيس محمدیوسف ایوبي، د ملي یووالي حکومت له مشرانو مننه وکړه چې دغې سترې اقتصادې پروژې ته د پلي کولو زمېنه برابر کړي او زیاته یې کړه چې د کندز ولسونو د دغې پروژې له پلي کولو د سر په بېه ملاتړ کوي.

د کندز د ولایتي شورا رئيس محمدیوسف ایوبي
د کندز د ولایتي شورا رئيس محمدیوسف ایوبي

نوموړی وايي:

"د ټاپي پروژه یو ملي او سیمه‎ییزه پروژه ده چې د څلور هېوادونو ترمنځ یې یو اقتصادي دهلیز پرانېستې، ترڅنګ یې د چاه بهار بندر، د سلما بند، همدارنګه د اورګاډي پټلۍ دا هغه پروژې دي چې په دې درې کلونو کې پلي شوي دي له دې کبله له قدرمن ولسمشره مننه کوو."

په ورته وخت کې د دې ولایت د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مشر غلام علي عیدي‎زاده په خپلو خبرو کې وویل چې د ټاپي پروژې په پلي کولو سره به افغانستان د کال ډېر عواید ترلاسه کړي او سربېره پردې د سیمې پر امنیت هم مثبته اغېز کولای شي.

نوموړی وايي:

"دا یوه مهم پروژه ده او د دې پروژې څخه به زموږ هېواد د کال ډېر عواید ترلاسه کړي او ترڅنګ یې زموږ زیات شمېر هېوادوالو ته د کار زمېنه برابرېږي او زموږ خصوصي سکټور هم ورسره قوي کېږي."

د کندز د ولایتي شورا خبري ناسته
د کندز د ولایتي شورا خبري ناسته

بل‎خوا د دې ولایت خلک هم نوموړې پروژه په هېواد کې د سولې او ثبات په راوستو کې ګټور بولي او له اړوند چارواکو غواړي چې د دغې پروژې د کار په پرانېستلو سره د هېواد ځوانانو ته په عادلانه ډول د کار بوختیا برابر کړي.

د کندز یو تن اوسېدونکي عبدالرحمان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه پروژه زموږ پر اقتصاد، د سولې او ثبات په راوستو کې مثبت اغېز لري، ځکه دا د سیمې د هېوادونو یو مشترکه پروژه ده او پر اړیکو هم مثبت اغېز کولای شي."

بل خوا د دغه ولایت مدني فعالان وايي چې د ټاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان یوه شریکه پروژه ده.

د کندز د مدني ټولنو یو غړی صدیقي یې په اړه وویل:

"موږ ټول د یو قوت په توګه د خپل د دولت ترڅنګ درېږو، ترڅو دغه شان نورو لویو پروژو ته په هېواد کې د پلي کولو زمېنه برابر کړي، څو زموږ هېواد د پرمختګ او ځان بساینې منزل ته ورسېږي."

د کندز د ولایتي شورا په خبري ناسته کې راټول شوي ګډونوال
د کندز د ولایتي شورا په خبري ناسته کې راټول شوي ګډونوال

د معلوماتو له مخې، د ټاپي د پروژې تخنیکې چارې تېر کال پيل شوې وې او دغه پروژه به پړاو په پړاو تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پای ته ورسېږي او د دې نل‎لېکې سره به ترکمنستان په کال کې ۳۳ میلیارده مټر مکعب ګاز افغانستان، پاکستان او هندوستان ته انتقال کړي.

د نوموړې پروژې د نل‎لېکو اوږوالۍ ۱۸۱۴ کېلومټره دی چې ۲۱۴ کېلومټره د ترکمنستان نه، ۷۷۴ کېلومټره یې د افغانستان نه او ۸۲۶ کېلومټره به یې د پاکستان له خاورې نه تېر او له هندوستان سره په ونښلول شي.

راپور: اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG