د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

سمینار: ولسمشر غني او د دُبۍ امیر په سیمه کې د بدلون پروګرامونه لري


په خوست کې د هغه دوه ورځني سمینار تابیا کوونکي چې د افغان ولسمشر او د دُبۍ د امیر د پرتلیزې کتنې تر سرلیک لاندې جوړ شوی وايي، دا دواړه مشران د سیمې د بدلون لپاره اساسي برنامې لري.

دوی زیاتوي، یاد مشران غواړي په‎دې سیمه کې سوله قایمه او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي، نو د یادو برنامو لپاره د ذهنیتونو د جوړولو او په سیمه کې د نورو مطرحو قوتونو د عملي مرستې د راجلبولو لپاره‌يې یاد سمینار رابللی دی.

خان ولي بشرمل
خان ولي بشرمل

سمینار چې د نړیوالو اړیکو ستراتېژيک مرکز په نوښت جوړ شوی، پرون د یکشنبې په ورځ د یاد بنسټ مشر خان ولي بشرمل د ازادي راډیو مشال څانګې ته د پروګرام د موخو په تړاو وویل:

"د دُبۍ امیر او محترم جمهور رئيس د سیمې د بدلون لپاره اساسي برنامې لري، دوی غواړي چې په‎دې سیمه کې سوله راشي، اقتصادي پرمختګ رامنځته شي، د دوی هغه له نوښتونو ډکې اقتصادي برنامې کولای شي چې دا سیمه په خپلو کې سره نږدې کړي، نو دا چې برنامې يې له یو بل سره سمون خوري، نو په همدې مو ښه وبلله چې خوست ته راشو، هغه پروژې چې ولسمشر يې غواړي په‎دې سیمه کې عملي شي، دې ته یو ذهنیت اماده شي او د سیمې نور قوتونه‌يې عملي کولو سره مرسته وکړي."

په‎دې سمینار کې د دواړو مشرانو پر هغو کړنو او اقتصادي پلانونو خبرې وشوې چې یاد هېوادونه‌يې د سیمې او نړۍ پر کچه په اقتصادي، سیاسي او ستراتېژيکو ډګرونو کې مطرح کړي دي.

په یاد سمینار کې پر ټاپي، کاسا زر، چابهار بندر، ورېښمو لار، حاجي‎ګک رېل پټلۍ او په دُبۍ کې د برج‌العرب او برج خلیفه په څېر سترو اقتصادي پروژو باندې بحث وشو، په همدې توګه سمینار کې د ولسمشر غني په راتلونکې ستراتېژۍ او د افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا پر څلور لاري اړولو باندې هم خبرې اترې وشوې.

مدني فعال فیض‌الله غمخور هیله څرګندوي چې د دې سمینار راپور به د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره شریک شي او مرکزي حکومت به متحده عربي امارات وهڅوي چې په افغانستان او په ځانګړي ډول خوست کې اقتصادي پانګونه وکړي او شیخ زاید پوهنتون سره خپلې مرستې لا ډېرې کړي.

د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وویل، که د افغانستان موقعیت، معدنونو او نورو ظرفیتونو ته وکتل شي، نو لیرې او بې‌ځایه نه‎ده چې ووایو یوه ورځ به دا هېواد د نړۍ په یو ارتباطي پل بدل شي.

د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي
د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:

"که دُبۍ او امارات نن سبا د نړۍ د سوداګرۍ او اتصال په نقطه بدلېږي، هېڅ لیرې نه‎ده، بلکې نږدې ده چې دا ګلالۍ او جنت نشان افغانستان تر دې لوړ د نړۍ د اتصال په نقطه او اقتصادي او سوداګریز مرکز همدارنګه لکه څرنګه چې د اسیا زړه ده، ډېر ژر به د نړۍ د یو ارتباطي پل حیثیت خپل کړي."

د سمینار یو تن ګډون‎وال سیف‌الرحمن سراج د سمینار د اغېزو په تړاو وايي:

"په دې کنفرانس کې مې تجربې زیاتې شوې، د دُبۍ په اړه او د خپل وطن په اړه مې نوې خبرې واورېدې، د افغانستان له پرمختګونو خبر شوم، د ټاپي او نورو اساسي اقتصادي پروژو پر اهمیت پوه شوم، نو د یو افغان په توګه راته دا ډول معلومات مهم دي او ارزښت راته لري."

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د اماراتو د لومړي وزیر او د دُبۍ د امیر شیخ محمد بن راشد ال مکتوم «پرتلیزه کتنې» تر عنوان لاندې سمینار به نن د دوشنبې په ورځ هم دوام پیدا کړي.

ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو په ګډون خوست کې فرهنګي اوونۍ هم ولمانځل شي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG