د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د مخابراتو وزارت: له ترکمستانه افغانستان ته د نوري فایبر د لېږد چارې پیل شوي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، له ترکمنستانه افغانستان ته د نوري فایبر د غځولو چارې پیل شوي دي.

دغه وزارت وايي، له ترکمنستانه د نوري فایبر پروژې په عملي کېدو سره به د انټرنټي خدماتو په وړاندې کولو کې، ډېر بدلونونه راشي.

د دغه وزارت سلاکار خان زمان امرخېل د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۱۴» ازادي راډیو ته وویل، د دغې پروژې عملي کار پیل شوی او له بشپړېدو سره به‌یې د انټرنټي خدماتو ستونزه هواره شي.

نوموړي زیاته کړه:

"که دغه پروژه په دقت او په خپل وخت بشپړه شي، په هېواد کې د نوري فایبر لپاره قوي ملاتړ دی او دا په دې معنی ده، هرکله چې فایبر له ترکمنستانه انتقالېږي، قطعه به نه‌شي او دغه پروژه موږ ته ډېره مهمه ده."

د نوري فایبر دا پروژه د ټاپي پروژې سره یوځای له ترکمنستانه افغانستان ته انتقالېږي چې نیمروز، هرات، کندهار او هلمند ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په وینا، دغه پروژه به نورو ولایتونو ته هم انټرنټي اسانتیاوې برابرې کړي.

تر دې وړاندې افغانستان له چین سره هم د نوري فایبر پروژه لاسلیک کړې او دغه پروژه چې له بدخشان څخه تېرېږي، دغه هېواد به د معلوماتو په ترانزیټي مرکز بدل شي او د عوایدو په ډېرېدو سره به د انټرنټي خدماتو بیه هم کمه شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په وینا، افغانستان دا مهال په پام کې لري چې له تاجکستان او قرغزستان څخه هم نوري فایبر افغانستان ته انتقال کړي چې په دې سره به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ۹ نورو ولایتونو ته هم انټرنټي اسانتیاوې برابرې شي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان له ترکمنستانه افغانستان ته د نوري فایبر انتقال له اقتصادي پلوه ګټور ګڼي.

د کابل پوهنتون استاد سیف‌الدین سیحون وايي، د دې پروژې په عملي کېدو سره به تر یوه حده د فساد مخنیوی وشي او د دولت عواید به میلیاردونو ډالرو ته پورته شي.

سیف الدین سیحون
سیف الدین سیحون

ښاغلی سیحون وایي:

"افغانستان د دې وړتیا لري چې د انټرنټي خدمتونو له لارې، خپل عواید زیات کړي، دا په دې معنی چې که چېرې د اعتماد ورکونې او کرېډټي سیستم له لارې د خلکو عواید د خلکو له‌خوا دولت ته انتقال شي، ۵۰ تر ۶۰ سلنه د دولت عواید زیاتېږي چې دوه نیم تر درې ميلیارده ډالر کېږي او دا د بودجې د تمویل ډېره ښه سرچینه ده."

خو له دې سره سره په دغه هېواد کې د انټرنټي خدمتونو چټکیا د خلکو له انتقادونو سره مخ شوې چې اوس‌یې د ملي شورا یو شمېر غړي هم تأيیدوي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازې ذکیه سنګین وايي، دا مهال انټرنټي خدمتونه په ځانګړي ډول د دغو خدمتونو چټکتیا د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو نورو ښارونو کې هم ستونزې لري او په ډېریو ولایتونو کې خلک ان دغه خدمتونو ته لاسرسی هم نه‌لري.

نوموړې هیله ښيي چې له ترکمنستانه افغانستان ته د نوري فایبر د پروژې په پیلېدلو سره به دا ستونزې هوارې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG