د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

مشرانو جرګه: کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر د دواړو هېوادونو په ګټه دی


د مشرانو جرګې اداري هیئت او یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان کابل ته د پاکستان د صدراعظم احتمالي راتګ د دواړو هېوادونو په ګټه ګڼي.

له دې سره چې افغانستان د پاکستان صدراعظم ته د سولې د خبرو اترو لپاره کابل ته د سفر بلنه ورکړې، خو تر اوسه شاهد خاقان عباسي کابل ته د تګ او د تاریخ په اړه څه نه‌دي ویلي.

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷کال د وري ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، دا چې د پاکستان صدراعظم د ولسمشر غني دا وړاندیز مني کنه؟ اختیار لري، خو اوس نړۍ ته دا ثابته شوې چې ترورېزم چیرته دی او څنګه باید له‌منځه یوړل شي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"یوازې ولسمشر نه، بلکې په دې برخه کې د ټولو سیاسیونو اجماع موجوده وه، موږ نړیوالو ته ثابتوو چې موږ یوازې په افغانستان او پاکستان کې نه، بلکې په سیمه کې سوله غواړو او له دې وروسته دا په پاکستان پورې اړه لري چې د افغان ولسمشر دعوت ته په کوم نظر ګوري."

ښاغلی مسلمیار همداراز وايي چې که پاکستان دا چانس هم له لاسه ورکړ بیا هم نړۍ او د امریکا متحده ایالات د افغانستان تر څنګ دي او له دې حالته د افغانستان د وتلو لپاره به هڅې او کوښښونه وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې یوه اوونۍ وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار ناصر خان جنجوعه سره په ملاقات کې د پاکستان صدراعظم ته بلنه ورکړه چې کابل ته راشي.

تېره ورځ د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي په پاکستان کې له افغان سفیر سره په خبرو کې که څه هم کابل ته د خپل سفر په اړه څه ونه‌ویل، خو په لوړه کچه‌يې د دواړو هېوادونو پر ښو اړیکو ټینګار وکړ.

نوموړي په دې لیدنه کې همداراز ویلي چې اسلام‌اباد د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

له دې وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د ترورېزم په وړاندې مبارزه، په سیمه او افغانستان کې د سولې ټینګښت او د ټاپي پروژې د کارونو تر څنګ اقتصادي همکاري د دې سفر د خبرو اجنډا یاده کړې وه.

بل‌خوا د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی په دې اړه چې ولې تر دې دمه د پاکستان صدراعظم افغانستان ته د خپل سفر د دقیقې نېټې په اړه څه نه‌دي ویلي؟

ودیر صافی
ودیر صافی

وايي:

"ښايي واک ونه‌لري چې د امنیت د ټينګښت او ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې يې ملکي حکومت له افغانستان سره خبرې وکړي، خو که د «ای اېس ای» او د نظامي لوړپوړو چارواکو اجازه ونه‌لري دوی نه‌شي کولای دلته راشي او پرېکړې وکړي، خو دا دلیل هم باید د یوه ډيپلوماتيک علت په حیث له افغان حکومت سره شریک کړي."

ښاغلی صافی وايي، دا چې ترورېزم تل د پاکستان په خاوره کې پالل کېږي، نو د پاکستان له همکارۍ او له هغه هېواد سره د خبرو پرته په افغانستان او سیمه کې امنیت نه‌ټينګېږي.

د هغه په وینا افغان حکومت باید په دې اړه له پاکستان سره خبرې وکړي او وروستۍ نتیجه‌یې له نړیوالو سره شریکه کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG