د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

افغانستان د ۱۳۹۶ کال له اقتصادي ازموینې څنګه تېر شو؟


د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، تېر لمریز کال کې د دغه هېواد تولیدات او صادرات ډېر او د بودجې لګښت د تېرو کلونو په پرتله لوړ و.

د محصولاتو او تولیداتو لوړول، له خصوصي سکټور نه ملاتړ، د بودجې لوړ لګښت او د صادراتو ډېرول هغه څه یادېږي چې د افغان چارواکو په باور، تېر کال‌یې د دغه هېواد د اقتصادي ودې میلان لوړ ساتلی دی.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن ازادي راډيو ته وویل، دغو کارونو ته په کتو وروستۍ شمېرې ښيي چې د افغانستان اقتصادې وده نږدې درې سلنه ته رسېدلې ده.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن

ښاغلي بهمن زیاته کړه:

"له نېکه‌مرغه په تېر شوي کال کې یعنې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې موږ د ۱۳۹۵ کال په پرتله د ۰.۵ سلنه اقتصادي ودې شاهدان وو، نو زموږ اقتصاد د تېر کال په پرتله په ښه ځای کې دی، دا خپله دا ښيي چې اقتصادي وضعیت ورو ورو ښه شوی او میلان‌يې د زیاتېدو لوري ته دی."

د دې تر څنګ د سیمې د ځينو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو پرانیسته، ټاپي او ځينو نورو پروژو ته کار چې افغانستان ته د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د پله حیثیت ورکوي، هغه څه یادېږي چې د اقتصاد وزارت په باور، تېر کال ورته ډېر کار شوی دی.

دغو ټولو کارونو ته په کتو، د بې‌وزلی لوړه کچه، بې‌کاري، د وارداتو لوړه اندازه او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت کمېدل د اقتصاد وزارت دا ادعا چې تېر کال افغانستان اقتصادي وده لرله، ننګوي.

عام خلک په دې باور دي چې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو ادعا باید هغه وخت وشي چې د خلکو ژوند ورسره بدلون ومومي.

دوی وایي:

"نوم مې احمد فرید او د یوه سیاحتي شرکت مدیر یم، دلته چې موږ ته څه ښکاري، په تېر کال کې د خلکو کارونه خورا پڅ وو او شاته تللي دي."

"عنایت یم، دا د حکومت خبره ده چې اقتصاد مخ په وړاندې تللی، زه چې خلک او ځان ګورم، دا ویلی شم چې د خلکو اقتصاد ورځ تر بلې کمزوری شوی دی، تر دې چې ډېرو خلکو خپل غټ کاروبار یا ختم او یا کوچنی کړ."

د ماليې وزارت مرستیال محمد خالد پاینده ازادي راډیو ته وویل، که په افغانستان کې پروژې بشپړې شي، بودجه په ښه توګه ولګول شي او په خلکو پانګونه وشي، د خلکو په اقتصادي وضعیت کې هم بدلون راتلونکی دی.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د ټاپي اقتصادي پروژې پرانیسته، د کاسا زر، ټوټاپ، یوې لارې او یو کمربند پروژې، د رېل پټلیو غځول او له چابهار بندره استفاده دا هېواد غوړېدلي اقتصاد ته رسوي چې تېر کال ورته د پام وړ کارونه شوي دي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال

ښاغلی مینه‌پال وایي:

"د اقتصاد په برخه کې موږ د یوې لارې او یوه هېواد له محدودیته خلاص شو او موږ ګڼې لارې خلاصې کړې، په هېواد کې د ټاپي پروژې پرانیسته وشوه چې افغانستان ته ځانګړی اهمیت لري، له ازبکستان، هندوستان او اذربایجان سره مو هوايي کوریډور پرانیست او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د تعرفو په برخه کې ډېر زیات ټیټوالی راغلی دی."

افغان چارواکي وايي، کرنیز محصولات، صنعتي تولیدات او د خدماتو برخه هغه سکټورونه دي چې تېر کال‌یې کورني عواید لوړ کړي وو.

خو د صادراتو او وارداتو ترمنځ د انډول نشتوالی، ناامني، اداري فساد، جرمي اقتصاد چې قانوني اقتصادي وده اغېزمنوي او د هېواد څخه د ځینو پانګه‌والو تېښته بیا هغه څه یادېږي چې د ولسي جرګې د غړې فاطمې عزیز په باور، اقتصادي پرمختګ‌یې ټکنی کړی دی.

اغلې عزیز وایي:

"موږ ولیدل چې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې تېر کال هم زموږ خلک له ستونزو سره مخ وو، په دې برخه کې فساد او ناامني اوس هم حاکم دي، موږ ولیدل چې خلک یوې خولې ډوډی ته ځورېږي او کله چې امنیت نه‌وي، نه څوک سوداګري کوي او نه اقتصاد ښه کېږي."

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ مسؤل میر سعید سعیدي ازادي راډیو ته وویل، تېر کال د افغانستان صادرات د ۷۵۰ ميلیونه ډالرو په شااوخوا کې وو، په داسې حال کې چې واردات اووه ميلیارده ډالرو ته رسېدل.

  • د حکومت ادعاوو، د اقتصاد په برخه کې شته ستونزو او د خلکو شکایتونو ته په کتو، د اقتصادي چارو کارپوهان په تېر یوه کال کې د افغانستان اقتصاد ته په کوم نظر ګوري؟

د بانکي سکټور یو مسؤل روح‌الله اوریاخېل وايي، ځيني داسې اقدامات شوي چې په اوږده مهال کې د افغانستان اقتصاد ته ګټه رسولای شي.

دی وایي:

"تېر کال د راتلونکو کلونو لپاره خوشبیني رامنځته کړې، په تېر کال کې د خلکو لپاره بنسټیز کارونه شوي چې یو نوښت دی، په تېرو درېیو کلونو کې ځيني داسې کارونه وشول چې د تېرو۱۴ کلونو ستونزې هوارولای شي."

دی وايي، د افغانستان اقتصاد په تېر کې تر ډېره غیر واقعي و او تر هغې چې زېربنايي کارونه بشپړېږي، ښايي خلک په خپل ورځني ژوند کې ډېر تغییرات ونه‌ګوري.

د ښاغلي اوریاخېل په وینا، د یوه پرمختللي هېواد لپاره پیاوړی اقتصاد خورا مهم دی چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره افغان حکومت کولای شي، له جغرافیايي موقعیت څخه د استفادې تر څنګ پیاوړي اقتصادي پروګرامونه عملي کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG