د مارچ له لومړۍ نېټې به له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ورستنولو بهیر پیل شي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ټینګار کوي چې افغانان باید په خپله خوښه او تدریجي توګه هېواد ته راستانه کړای شي.
د دغه وزارت د مطبوعاتي چارو سلاکار حفیظ احمد میاخېل پرون شپه ازادي راډیو ته وویل:
"سږ کال د درې میاشتو لپاره د افغانانو د راستنېدو پروسه بنده وه. اوس بیا په خپله خوښه د افغانانو د بېرته راستنولو پروسه، څو ورځې وروسته پيلېږي. موږ دوی ته هرکلی وایو. د کډوالو راستنول د افغان حکومت لومړیتوب دی، خو د دوی راتګ باید په خپله خوښه، تدریجي او په عزت سره وي."
میاخېل: له پاکستانه د کډوالو د ورستنولو بهیر باید داوطلبانه وي
پاکستاني رسنیو پرون یکشنبه په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ بیان خپور کړی او په بیان کې دا ټینګار شوی، که افغان کډوالو د ستنېدو لپاره نوملیکنه ونهکړه له مرستو به بېبرخې شي.
د پاکستان لوړپوړي چارواکي بیا د کډوالو مسئلې ته لا په جدي سترګه ګوري.
صدراعظم شاهد خاقان عباسي تېره اوونۍ له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو په ورستنولو کې د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه وبلله او د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم د مونیخ امنیتي کنفرانس کې ادعا وکړه چې حقاني شبکه او پاکستاني طالبان د افغان کډوالو له کمپونو د خپلو هدفونو لپاره ګټه اخلي.
افغانان باید په خپله خوښه او تدریجي توګه هېواد ته راستانه کړای شي.
خاقان عباسي: نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو په ستنېدو کې خپل مسؤلیت پوره کړي
- د پاکستان همدې دریځ ته په کتو د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې که په تدریجي او منظمه توګه افغانان ستانه نهشي، څومره اندېښنه شته چې مخالفین د افغان کډوالو په لیکو کې ځای شي؟
د کډوالو چارو وزارت وايي، پاکستان باید د کډوالو راستنول سیاسي نهکړي:
"زموږ کوم هېوادوال چې پاکستان تهیې کډه کړې او هلته څلور لسیزې اوسېدل، دوی خپله د ترهګرۍ قرباني دي. د کډوالۍ مسئله یوه بشري او انساني مسئله ده. زموږ تمه له کوربه هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه دا ده چې د کډوالۍ له مسئلې سره دې سیاسي برخورد نهکوي."
په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې دوه میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.
په پاکستان کې لا هم ۱،۴ میلیونه راجسټر شوي افغانان ژوند کوي چې د افغان چارواکو په خبره باید پاکستان د سیاسي اړیکو د ښکته-پورتهوالي په خاطر له دې کډوالو د فشار په توګه کار وانهخلي.
راپور: صفيالله ستانکزی