د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

د کډوالو چارو وزارت د کډوالو د بېرته راستنېدنې پر یوه نوي پلان کار کوي


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له یو شمېر ملي او نړیوالو همکارانو سره افغانستان ته د افغان کډوالو د ابرومندانه او په خپله خوښه د راستنېدنې پر یوه پلان کار کوي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۵ وزارتونه او ۷ خپلواکې ادارې له نړیوالو همکارانو سره د کډوالو په عالي کمېسیون کې په یوه داسې پلان کار کوي چې له مخې به‌یې افغان کډوال په تدریجي ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۸» ازادي راډيو ته وویل، دغه پلان دوه برخې لري، یوه‌یې د بشري او بېړنیو مرستو او بله برخه‌یې د پراختیايي پروګرامونو ده.

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

نوموړي زیاته کړه:

"پلان دوه برخې لري، لومړۍ برخه‌یې بېړنۍ بشري مرستې دي چې د راستنېدنې پر مهال له کډوالو سره کېږي، دوهمه برخه‌یې راستنو شویو کډوالو ته پراختیايي پروګرامونه په پام کې نیول، لکه د زده‌کړو، روغتیا او سرپناه د زمینو برابرول دي."

ښاغلی میاخېل وايي، د مهال‌وېش د ټاکلو او د راستنېدنې د منظم بهیر پر لارو چارو د غور او خبرو لپاره روانه میلادي میاشت یو پاکستانی پلاوی هم کابل ته راځي.

دا وخت په پاکستان کې څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې له دې ډلې ۱.۲ میلیونه‌یې له پخوا راجستر شوي کډوال او ۷ لکه ۷۰ زره نوي راجستر شوي کډوال دي چې له تېرو شااوخوا ۳۰ کلونو راهیسې په هغه هېواد کې اوسېږي.

په داسې حال کې چې د پاکستان کابینې د افغان کډوالو لپاره په هغه هېواد کې د پاتې کېدو زړه نېټه د دوو نورو میاشتو لپاره هم وغځوله، د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان سره د اصولو له مخې د کډوالو پر داوطلبانه راتګ توافق لري.

مخکې تر دې د جنورۍ میاشتې ۳۱مه په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه.

په ورته وخت کې په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر مرستیال وايي، د روان میلادي کال د مارچ میاشتې لومړۍ نېټه به په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدنې بهیر پیل شي.

افغان کډوال
افغان کډوال

زردشت شمس ازادي راډيو ته وویل، که له پلان سره سم راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شي، ممکن هغه کډوال چې په پاکستان کې کاروبار لري هم په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.

دی وایي:

"که چېرې کډوالو ته افغان حکومت دغه زمینې برابرې کړي، امید دی چې په کافي اندازه کډوال په خپله خوښه د خپل هېواد تلو ته چمتو دي، یوه برخه کډوال په پاکستان کې کاروبار لري، که افغان حکومت هغوی تشویق کړي چې ستاسو پانګې به په خوندي ډول هېواد ته انتقال کړو، ممکن هغوی هم تګ ته تشویق شي."

ښاغلی شمس وايي، په خوښه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدنې اداره پياوړې شوې او د نوموړي په خبره، ممکن د تېر میلادي کال په پرتله، روان کال په بېرته ستنېدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د ملي وحدت حکومت په تېرو درېیو کلونو کې دوه میلیونه دوه لکه او ۵۰ زره کډوال هېواد ته راستانه کړي چې تر ټولو زیات شمېر یې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ثبت شوي دي.

د یو شمېر افغان چارواکو په وینا، پاکستاني لوري تل له خپله هېواده د افغان کډوالو د ایستلو مسئله په افغان حکومت د سیاسي فشارونو په توګه کارولې ده.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG