د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه نن چهارشنبه پای ته رسېږي


په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۱» پای ته رسېږي، خو په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې چارواکي په لږه موده کې د افغان کډوالو هېواد ته ستنول ناشوني بولي او هیله ښيي چې د پاکستان حکومت به د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوي.

د پاکستان حکومت د جنورۍ په پیل کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې موده یوازې د روانې میاشتې تر پایه وغځوله او ویې‌ویل، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره «UNHCR» د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

که څه هم د پاکستان حکومت د تېر کال په نومبر میاشت کې په ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او «UNHCR» ترمنځ تر درې اړخیزې غونډې وروسته په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې موده د یو کال لپاره د غځولو پرېکړه کړې وه، خو بیا وروسته‌یې دغه موده یوازې یوه میاشت وغځوله.

د پاکستان حکومت تر هغې وروسته افغان کډوالو ته یو میاشت وخت ورکړ چې د روان کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ترهګرۍ ضد جګړې په لړ کې پاکستان په دوه مخۍ تورن کړ، د دې هېواد پوځي مرستې یې وځنډولې او افغان حکومت‌یې هرکلی وکړ.

که څه هم په پاکستان کې د مېشتو راجسټر افغان کډوالو د اوسېدو موده نن چهار شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۱» پای ته رسېږي، خو په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې مشر هیله ښيي چې د پاکستان حکومت به په‎خپل هېواد کې د کډوالو د اوسېدو موده وغځوي.

عبدالحمید جلیلي
عبدالحمید جلیلي

دغه د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"دا موضوع چې د دوی «د افغان کډوالو» وخت پوره کېږي او په دې اړه به څه کېږي؟ نو همېشه داسې شوي چې د دوی وخت پوره شوی، خو بیا د پاکستان حکومت دا وخت تمدید کړی دی. اوس هم دا متوقع ده چې د پاکستان حکومت به سبا په دې اړه خپل تصمیم اعلان کړي، ځکه چې د پاکستان حکومت په دې پوهېږي او موږ هم په دې پوهېږو چې دا ناشوني ده چې په دومره وخت کې مهاجرین افغانستان ته لاړ شي او نه هم دا عملي دي."

ښاغلي جلیلي زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر عبدالقادر بلوچ په مشرۍ یو پلاوی د افغان کډوالو د موضوع د څېړلو لپاره کابل ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره به په دې اړه هر اړخیزې خبرې وکړي.

د جلیلي په خبره، افغان حکومت هڅه کوي چې افغان کډوال د یوه منظم پروګرام او مېکانیزم له لارې هېواد ته ستانه کړي.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې دا مهال تر یو نیم میلیون زیات راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان، افغانستان او «UNHCR» د درې اړخیز تفاهم له مخې ورته د اوسېدنې قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال څو ورځې وړاندې ویلي وو چې افغان حکومت کډوال هېواد ته ستنېدا ته هڅوي او پر پاکستان‌یې غږ کړی و چې د دوو هېوادونو د خپل‎منځي اړیکو د ښکته پورته‌والي فشار باید پر کډوالو رانه‎شي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG