د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

زاخېلوال: د هېوادونو د اړیکو د ښکته پورته‌والي فشار باید پر کډوالو رانه‌شي


په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د کډوالو عزت او درنښت په خپل هېواد کې دی او حکومت هڅه کوي چې ټول افغان کډوال په درنښت خپل هېواد ته ستنېدو ته وهڅوي.

نوموړی همدا شان وايي، له پاکستانیو چارواکو سره‌یې په دې هېواد کې د کډوالو د ګڼو ستونزو په اړه خبرې روانې دي او ټینګار کوي چې کډوالو ته باید نه په پاکستان او نه هم په افغانستان کې د اوږو د بار په توګه وکتل شي.

زاخېلوال دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې په انګړ کې هغې غونډې ته وکړې چې په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د کمپونو مشرانو او د افغان محصلینو په ګډون په‌کې سلګونه کډوالو برخه اخیستې وه چې د کډوالو پر ګڼو مسایلو سربېره په‌کې هېواد ته د کډوالو د بېرته ستنېدو په لړ کې سلا مشورې هم وشوې.

ښاغلي زاخېلوال د کډوالو غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې افغان کډوال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه‌والي لپاره د پل کردار ادا کوي او په خبره‌یې چې کډوال د چا پر اوږو بار نه‌دي، بلکې د خپلې پانګونې له امله د اقتصاد یوه مهمه برخه ده.

زاخېلوال: کډوال د خپلې پانګونې له امله د اقتصاد یوه مهمه برخه ده.
زاخېلوال: کډوال د خپلې پانګونې له امله د اقتصاد یوه مهمه برخه ده.

نوموړی په دې اړه وايي:

"افغان کډوال کولای شي چې د افغان او پاکستان اړیکې سره لانږدې کړي. له افغان مهاجرینو څخه باید د اړیکو د ښه کېدو د فکټور په صفت باید استفاده وشي، نه برعکس. زما مشوره پاکستان ته دا ده چې مهاجر ته د شک په سترګه ونه‌ګوري، بلکې د دواړو هېوادنو ترمنځ د یوې مشترکې سرمایې په سترګه ورته وګوري. کډوال ته د اوږو د بار په سترګه باید ونه‌کتل شي، نه دلته نه په افغانستان کې، کډوال دلته سؤال ته نه‌دي پراته، بلکې د پاکستان د بزنس یوه مهمه برخه ده."

افغان سفیر په داسې وخت کې د پېښور سفر وکړ چې د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې موده یوازې د ۱ میاشتې لپاره وغځوله، او ویې‌ویل د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره «UNHCR» دې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

که څه هم د پاکستان حکومت څه موده مخکې په ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او «UNHCR» ترمنځ تر درې اړخیزې غونډې وروسته په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې موده د یو کال لپاره د غځولو ژمنه کړې وه، خو بیا وروسته‌یې دغه موده یوازې یوه میاشت وغځوله.

ښاغلي زاخېلوال په خپلې وینا کې که له یوې خوا د افغان کډوالو له امله د پاکستان حکومت او ولس د کوربه‌توب مننه وکړه، نو له بلې‌خوا یې وویل، د حکومتونو اړیکې په خپل ځای، خو د اړیکو په ښکته پورته‌والي کې پر کډوالو فشار راوړل‌یې ښه پالېسي نه‌ده، باید له دې ډډه وشي.

حضرت عمر زاخېلوال
حضرت عمر زاخېلوال

نوموړی وايي:

"که د دوو هېوادونو په اړیکو کې ښکته پورته‌والی راځي، دا به راځي او یا یو درېیمګړی هېواد یو موقف نیسي او په عکس‌العمل کې یې فشار پر کډوالو باندې راځي، دا ښه پالېسي نه‌ده. زموږ مشوره د پاکستان حکومت ته هم دا ده چې دا د پاکستان د تصویر لپاره او د اوږدمهالو اړیکو لپاره دا ښه نه‌ده، د خلکو سره د اړیکو لپاره هم ښه نه‌ده، خصوصاً د هغو خلکو سره چې دلته پیدا شوي، دلته رفاقتونه او تګ راتګ لري."

که څه هم زاخېلوال د خپلې وینا په پای کې وویل چې د کډوالو د ګڼو ستونزو په اړه‌یې له اړوندو چارواکو سره خبرې روانې دي، خو د دې تر څنګ‌یې پر افغان کډوالو غږ وکړ او ویې‌هڅول چې خپل هېواد ته ستانه شي او په خبره‌یې چې هېواد ته د ستنېدو پرېکړه به د کډوالو تر ټولو ښه او ګټوره پرېکړه وي او د کډوالو ستنېدل‌یې د هېواد امن او سولې لپاره ګټور ګام وباله.

زاخېلوال له کډوالو وغوښتل چې هېواد ته ستانه شي.
زاخېلوال له کډوالو وغوښتل چې هېواد ته ستانه شي.

زاخېلوال وايي:

"ژوند اسانه دی، نه سخت دی، مګر په خپل وطن دی، صاحب د سند دی، صاحب د امید دی، صاحب د هیلې دی او زه متیقین یم چې درې څلور کاله وروسته به د ژوند د مهمو او ښو تصامیمو چې نیولي یې دي، یو دا تصمیم هم وي چې خپل هېواد ته لاړ شي."

د زاخېلوال په وینا، په هېواد کې دننه‌یې له اړوندو چارواکو سره د ورستنېدونکو کډوالو د موضوع په اړه خبرې کړي او جدي پاملرنه ورته شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د افغان کډوالو دغې غونډې ته پر افغان سفیر سربېره په خېبر پښتونخوا کې د افغانستان جنرال قونسل معین مرستیال او د کډوالو د اتشې مشر حمید جلیلي هم وینا وکړه او د کډوالو پر اړوندو مسائلو یې رڼا واچوله.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG