د افغانستان د جمهوري ریاست او د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي ادارې ترمنځ د برښنايي تذکرو د وېش د پیل په سر جدي بحثونه او مشورې روانې دي.
د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي ادارې ویاند او سلاکار روحالله احمدزي ازادي راډیو ته وویل، دا اداره له دوو اوونیو راهیسې په تخنیکي لحاظ پوره چمتووالی لري، څو د برښنايي تذکرو د وېش بهیر پیل کړي.
دی وايي:
"د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي اداره د الکترونیکي تذکرو د وېش په برخه کې مشخصاً دې ته چمتو ده چې په نږدې راتلونکې کې دغه ملي بهیر پیل کړي. همدا اوس موږ د جلالتماب ولسمشر د دفتر له ریاست سره په اړیکه کې یو چې کوم تاریخ ښهدی چې دغه ملي بهیر پیل کړو؟ نو انشاءالله په نږدې راتلونکي کې به موږ مشخصاً دغه تاریخ اعلان کړو."
درې اوونۍ مخکې د نفوسو د ثبت او احوال د قانون د ځینو مادو د بدلولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان، د ملي شورا د دواړو جرګو ګډ کمېسیون تأيید کړ چې له مخې یې باید په برښنايي تذکرو کې د افغان، قوم او مذهب کلمې ولیکل شي.
د ولسي جرګې ځینو غړو بیا له دې موضوع سره مخالفت وښود او د شنبې په ورځیې هم د جرګې په عمومي غونډه کې پر یادې موضوع تاوده بحثونه وکړل.
خو د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي ادارې ویاند روحالله احمدزی ډاډ څرګندوي چې په دې برخه کې هېڅ ډول خنډ نهشته او مخکېنۍ لانجې هوارې شوې دي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه:
"له قانوني، حقوقي او سیاسي لحاظه موږ د خپلې دغې ملي برنامې په وړاندې هېڅ ډول کومه ستونزه نهلرو. له قانوني پلوه کوم ملاحظات چې د ملي شورا لهخوا و، هغه حل شول. قانون تأیید شو، د ملي شورا لهخوا تصویب شو او ولسمشر هم دغه قانون توشېح کړ او د شنبې په ورځ دا قانون په رسمي جریده کې چاپ شو."
د برښنايي تذکرو په برخه کې هېڅ ډول خنډ نهشته او مخکېنۍ لانجې هوارې شوې دي.
تر ټولو لومړی ولسمشر د تذکرې لپاره فورم ډک کړی او د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارواکي هم د نوم د نهاخیستلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د برښنايي تذکرو وېش به ډېر ژر پیل شي.
راپور: صفيالله ستانکزی