د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

مشرانو جرګه: د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ باید ژر تر ژره پیل شي


په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې اوس هم د برښنايي تذکرو د وېش په تړاو جنجالونه روان دي، د افغانستان مشرانو جرګه ټینګار کوي چې دغه تذکرې دې ژر تر ژره د هېواد پر اتباعو و وېشل شي.

د مشرانو جرګې غړیو د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۱۷» د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د برښنايي تذکرو موضوع بشپړه حل شوې او د وېش ځنډ ته یې هیڅ پلمه نه ده پاتې.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وویل چې د ملي شورا د دواړو جرګو د ګډ کمېسیون د پرېکړې له مخې، دغه تذکرې باید ډېر ژر خلکو ته ورکړل شي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"د تذکرو موضوع، بیا یې تکراروم چې په دې کې بله موضوع نه ځاییږي، د مجلسینو د پرېکړې په اساس، د اساسي قانون له لارښوونې سره سم ګډ کمېسیون پرېکړه کړې ده، د افغانستان د ولسمشر او اجرائیه رئیس نه مو غوښتنه داده چې په عاجله توګه د تذکرو وېش پیل کړي."

د مشرانو جرګې د غړیو په خبره برښنايي تذکرې کولی شي، د انتخاباتو له روڼتیا سره مرسته وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې شا اوخوا درې اوونۍ مخکې د نفوسو د ثبت او احوال د قانون د ځینو مادو د بدلولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان، د ملي شورا د دواړو جرګو ګډ کمېسیون تائید کړ چې له مخې یې باید په برښنايي تذکرو کې، د افغان، قوم او مذهب کلمې ولیکل شي.

د ولسي جرګې ځینې غړي بیا له دې موضوع سره مخالفت ښيي او د شنبې په ورځ یې هم د جرګې په عمومي غونډه کې پر یادې موضوع تاوده بحثونه وکړل.

هڅه مو وکړه په دې هکله د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارواکو نظر هم ولرو، خو مسؤلینو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د برښنايي تذکرو وېش به ډېر ژر پیل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د نفوسو د ثبت او احوال د مرکزي ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، د برښنا يي تذکرو د وېش په وړاندې کومه تخنیکي ستونزه نه ده پاتې.

نوموړي زیاته کړه:

"د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره د برښنايي تذکرو د وېش په برخه کې له فني او تخنیکي پلوه چمتو ده چې دغه ملي بهیر پیل کړي، موږ له ولسمشرۍ ماڼۍ سره په اړیکه کې یو چې کومه نېټه ښه نېټه ده چې ښاغلی ولسمشر راشي او دغه ملي بهیر افتتاح کړي، ان شاءالله ډېر ژر به دغه بهیر افتتاح شي."

د مشرانو جرګې یوه غړې رڼا ترین وايي، برښنايي تذکرې کولی شي، د امنیت له ټینګښت سره هم مرسته وکړي.

د دې په خبره حکومت باید نور وخت ضایع نه کړي او د تذکرو د وېش لړۍ پیل کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG