د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

سپین غر: برېښنایي تذکرو ویش کې ځنډ سیاسې دلیل لري


پر انتخاباتو د څار یو شمېر ټولنې او د ولسي جرګې یو شمېر غړي بریښنایي تذکرې د انتخاباتو د اصلاح یوه برخه ګڼي واېي چې بریښنایي تذکرې باید خلکو ته وویشل شي.

د انتخاباتي کارپوهانو په باور بریښنایي تذکرو ویشل به د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو برخه کې اغېزمن تمام شي.

انتخاباتو پورې اړوند د مدني ټولنو مشر جانداد سپین‎غر د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د برېښنایي تذکرو د ویش لړۍ کې ځنډ سیاسې دلیل لري.

د نوموړي په خبره د بريښنایي تذکرو ویش کولای شي چې په انتخاباتو کې د فساد مخه ونیسي.

سپین غر: بريښنایي تذکرو ویش کولای شي چې په انتخاباتو کې د فساد مخه ونیسي.
سپین غر: بريښنایي تذکرو ویش کولای شي چې په انتخاباتو کې د فساد مخه ونیسي.

ښاغلی سپین‎غر زیاته کړه:

"زه یوازې فکر کوم چې د دې پروسې ځنډ سیاسي دلیل لري، هیله لرم دغه مسئله حل شي، که موږ بریښنایي تذکره ولرو په اساني سره کولای شو چې داسې مرکزونه او ډیټابېسونه جوړ کړو چې هر رأیه ورکوونکې له هر ځایه د انتخاباتو له مرکز سره وصل شي د هغه کس وپېژنو او د رأی ورکولو په وخت کې د فساد مخه ونیول شي. "

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزۍ په دې باوره ده چې د بریښنایي تذکرو له ویش پرته به انتخاباتي اصلاحات رامنځ ته نه‎شي.

اغلې بارکزۍ زیاته کړه:

"بریښنایي تذکرې باید خلکو ته ورکول شي، انتخاباتي کمېسیونو کې د خلکو په بدلېدو رابدلېدو سره به انتخاباتي اصلاحات رامنځته نه‎شي، هغه وخت به اصلاحات رامنځته شي چې بریښنایي تذکرې خلکو ته ورکول شي او هېڅ‎څوک فساد ونه‎کړي."

تېرکال هم د وزیرانو شورا د اجرائیه ریاست په مشرۍ د هغه کال د اسد ۲۸ نېټه د بریښنایي تذکرو د ویش د پیل ورځ اعلان کړې وه خو لا هم تر دغه لړۍ په رسمي ډول نه‎ده پیل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني، د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ چې کله یې د انتخاباتې کمېسیونو نوي غړي معرفي کول هیله څرګنده کړه چې د اساسي قانون له مخې به ډېر ژر د بريښنایي تذکرو د ویش د صدور ستونزه هم هواره شي.

په ورته وخت کې د بریښنایي تذکرو د ویش عمومي رئیس همایون محتاط د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بریښنایي تذکرو د ویش لړۍ به ډېر ژر پیل شي.

ښاغلي محتاط زیاته کړه:

"دولت تصمیم لري چې دغه پروسه ژر پیل کړي او د ملي امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې ولسمشر خپل دوهم مرستیال ښاغلي دانش ته دنده وسپارله چې د دغه پروسې په وړاندې ستونزې هوارې کړي، څو وکړای شو دغه پروسه عملي کړو، د قانون د تعدیل په وړاندې یو شمېر حقوقي ستونزې شته، کوښښ کېږې چې ټولې ستونزې حل شي او دغه پروسه پیل شي."

تردې وړاندي د کورنیوچارو او مخابراتو وزارت په ګډون د بريښنایي تذکرو په ویش پورې اړوند ادارو، خبر ورکړی و چې د بریښنایي تذکرو د ویش برخه کې پوره چمتوالۍ لري.

ښاغلې محتاط وایي چې د برېښايي تذکرو د ویش په لړۍ کې ځنډ یوازې سیاسي ستونزه نه‎ده بلکه په دې برخه کې حقوقي ستونزه هم موجود ده چې د ولسمشر د لومړي مرستیال له‎خوا به حل شي.

سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG