د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د انتخاباتي کمېسیونونو نویو کمېشنرانو د لوړې مراسم پر ځای کړل


د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو نوي کمېشنران معرفي او په ارګ ماڼۍ کې د لوړې مراسم پر ځای کړل.

ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه په ارګ کې د نویو کمېشنرانو د معرفي په مراسمو کې چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نور دولتي چارواکي هم حاضر وو، وویل چې نوي کمېشنران د یوه شفاف بهیر له مخې ټاکل شوي دي.

محمد اشرف غني ډاډ ورکړ چې د انتخاباتي کمېسیونو استقلالیت ته حکومت خاص پام کوي.

غني: حکومت د انتخاباتي کمېسیونونو استقلالیت ته خاص پام کوي.
غني: حکومت د انتخاباتي کمېسیونونو استقلالیت ته خاص پام کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"حکومت دا خپل مکلفیت ګڼي چې له کمېسیون او له کارو یې په پوره توان ملاتړ وکړي، په ټولو برخو کې یې امنیت ټینګ کړي، په ټوله معنی یې خپلواکي ته احترام ولري، انتخاباتي بنسټونه به له هر ډول مداخلې خوندي وي هم د حکومت او هم د نورو اړخونو له مداخلې څخه."

د ملي وحدت حکومت په دې وتوانېد چې له زیاتو هڅو او سلا مشورو وروسته د انتخاباتي کمېسیونونو نوي کمېشنران تعیین کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د کمېشنرانو په انتخاب کې جنسیت، جغرافیه او قومي مسایل په نظر کې نیول شوي دي.

د ولسمشر د فرمان له مخې نجیب‌الله احمدزی، عبدالقدیر قریشي، ملیحه حسن، وسیمه بادغیسي، رفیع‌الله بېدار، ګلا جان عبدالبدیع صیاد او معاذ الله دولتي د پنځو کلونو لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او غلام دستګیر هدایت، عبدالبصیر فایز، علي رضا روحاني، حمیرا حقمل او عبدالعزیز اریایي د درېیو کلونو لپاره د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کمېشنرانو په توګه ټاکل شوي دي.

افغان ولسمشر د انتخاباتو له نویو کمېشنرانو وغوښتل چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شورا ګانو د انتخاباتو لپاره چمتووالی ونیسي خو دا لا نه‌ده څرګنده شوې چې دا انتخابات به کله ترسره شي.

محمد اشرف غني همدارنګه ټینګار وکړ چې د انتخاباتي کمېسیونونو نوي کمېشنران باید له قانون سره سم داسې کار وکړي چې یو ځل بیا پر انتخاباتو د خلکو باور پیاوړی شي.

بل‌خوا د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل چې ولسمشر له دوی سره د کمېشنرانو په انتخاب کې سلا مشوره کړې.

ښاغلي عبدالله د انتخاباتي کمېسیونو کمېشنرانو ته ډاډ ورکړ چې له دوی څخه به په بشپړه توګه ملاتړ وشي.

عبدالله: له کمېشنرانو به په بشپړه توګه ملاتړ وشي.
عبدالله: له کمېشنرانو به په بشپړه توګه ملاتړ وشي.

​نوموړي زیاته کړه:

"دغه کمېسیون به خپل استقلالیت، د رأیې ورکولو، تصمیم نیولو او قانون حاکمیت په برخه کې به بشپړ استقلالیت ولري او بریالي به وي، خو د خلکو له همکارۍ پرته دا هر څه ناممکن دي."

ښاغلي عبدالله هم د شفافو انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ او زیاته‌یې کړه چې اوسنۍ ډېری ستونزې شفاف انتخابات حل کولای شي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د انتخاباتي کمېسیونونو د پخوانیو کمېشنرانو نظر هم راواخلو، خو دوی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو له دې وړاندې یې ویلي چې د دوی قانوني کاري دوره پنځه کاله ده او پر ځای یې د نویو کمېشنرانو ټاکل کېدل قانوني اړخ نه‌لري.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG