پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره د سیمې له هېوادونو د کابل غوښتنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په یوه غږ په پاکستان کې د ترهګریزو مرکزونو د له‌منځه وړلو په هدف فشار راوړي.

دغه وزارت وايي، افغانستان تل پر دې ټینګار کړی چې نړۍ باید د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو لپاره پر پاکستان فشار راوړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو له‌منځه وړل نه‌یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ پر امنیت مثبت اغېز لري.

مستغني: دا د سیمې او نړۍ پر امنیت اغېز لري.

نوموړي زیاته کړه:

"په کار ده چې د نړۍ ټول هېوادونه باید په یوه واحد غږ له پولې اخوا د پاکستان په خاوره کې د ترهګریزو مرکزونو په له‌منځه وړلو ټینګار وکړي او د عملي کېدلو لپاره‌یې باید هغه فشارونه چې ضرور دي پر هغه هېواد راوړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي چې وسله‌وال طالبان او حقاني شبکه په پاکستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې د افغان او امریکايي سرتېرو په وړاندې حملې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې کلني راپور کې دغه‌شان راغلي چې پاکستان د یادو ډلو پر وړاندې په عملیاتو کې پاتې راغلی دی.

پاکستاني پوځ په دې وروستیو کې د «خېبر څلور» په نوم ډیورند کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې د ترهګرو په ځانګړي ډول داعش ډلې پر وړاندې د عملیاتو د پیل خبر ورکړ، خو د امریکا په دې راپور کې راغلي چې پاکستان یوازې د هغو ترهګرو پر ضد عملیات کوي چې ترې زیان ګوري.

د دغه راپور پر بنسټ په ۲۰۱۶ میلادي کال کې چې په افغانستان کې کومې ترهګریزې او خونړۍ حملې شوي زیاتره‌يې په پاکستان کې د ترهګرو په مرکزونو کې طرحه شوې وې.

د دې تر څنګ امریکا ویلي چې جیش محمد او لشکر طیبه ترهګرې ډلې هم په پاکستان کې مرکزونه لري چې پاکستان‌يې پر وړاندې ګټوره مبارزه نه‌ده کړې.

هغه ډلې چې هند په خپله خاوره کې په ترورېستي حملو تورنې کړې دي.

په ورته کې وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون بیا له افغان حکومته غوښتنه کوي چې له دې فرصته ښه ګټه پورته کړي.

ارین یون

د دغه کمېسیون غړې ارین یون ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم چې افغان حکومت باید له دې فرصته ښه ګټه واخلي او ژر تر ژره هغه اسناد او شواهد چې د پاکستان په وړاندې یې لري او هغه تر اوسه پټ او افغان حکومت لا نه‌دي ښکاره کړي، باید امریکا، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته‌یې ورکړي چې پر پاکستان نور مالي او اقتصادي فشارونه هم زیات شي."

دا وايي، په دې توګه به پاکستان په نړیواله کچه له انزوا سره مخ شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام