د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

د پاکستان په اړه د امریکا وروستۍ څرګندونې کوم پيغام لېږدوي؟


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي چې وسله وال طالبان او حقاني شبکه په پاکستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې د افغان او امریکايي سرتېرو په وړاندې حملې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې کلنې راپور کې همداراز راغلي چې پاکستان د دغو ډلو پرضد په عملیاتو کې پاتې راغلی دی.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وايي چې افغان دولت باید له دې فرصته په ګټه اخیستنې نړیوالو ته قناعت ورکړي چې په پاکستان نور فشارونه هم راوړي ترڅو دا هېواد د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې رښتینی عمل وکړي.

د ازادي راډیو خبریال اکرام الله اکرام د سیاسي او نړیوالو چارو له کارپوه حمید عزیزي سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې لدې ډول څرګندونو څخه د امریکا هدف څه دی او کوم پيغام لیږدوي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG