د افغانستان جمهوري ریاست هیله څرګنده کړې چې د چین په منځګړیتوب روانې هڅې به د کابل او اسلاماباد په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې په وروستیو دوو-درېیو کلونو کې خورا زیات ترینګلې شوي او د د دواړو هېوادونو تر منځ د اعتماد د اعادې لپاره د بریتانیا په ګډون د بېلابېلو اړخونو هڅو تر دې دمه نتیجه نهده ورکړې.
خو اوس د دې دوو ګاونډیو د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې وروسته له هغه جدي شوي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې له چارواکو سره خبرې وکړې او په بله ورځیې په اسلاماباد کې د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره په لیدنه کې وویل چې د ده د سفر اصلي هدف د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کول دي څو له دې لارې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وشي.
سرتاج عزیز پرون وویل، ښايي ښاغلی شریف او ولسمشر اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او تاجکستان په درې اړخیزه غونډه کې چې په دوشنبې ښار کې جوړېږي وګوري.
د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینهپال له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دوشنبې د سرمشریزې په اړه څه ونهویل خو هیلهیې څرګنده کړه چې د چین په منځګړیتوب هڅې به د کابل او اسلاماباد د اړیکو له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
ښاغلي مینهپال زیاته کړه:
"افغانستان او پاکستان ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر له سفر وروسته موږ تمه لرو چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې به یو نوی فصل پرانیستل شي او د چین د حکومت په څارنه دا مذاکرات به داسې یوې پایلې ته ورسېږي چې د افغانستان او پاکستان د دایمي ثبات پیلامه شي."
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کولو لپاره یو باصلاحیته پاکستانی پلاوی کابل ته سفر وکړي.
همداراز د پاکستان صدراعظم نواز شریف په دې وروستیو کې زاهد نصرالله په کابل کې د پاکستان د نوي دایمي سفیر په توګه ټاکلی او د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې هغه تهیې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو دنده سپارلې ده.
کابل پر پاکستان تور لګوي چې په خپل قلمرو کې یې هغو وسلهوالو ډلو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترورېستي حملې کوي او اسلاماباد په پاکستان کې د حملو پړه پر هغو ډلو اچوي چې د پاکستاني پوځیانو په وینا مرکزونهیې په افغانستان کې دي.
دې تورونو د افغانستان او پاکستان اړیکې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ د نښتو تر حده ترینګلې کړې دي.