د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له ټولو امکاناتو نه په استفادې به هڅه وکړي چې د طالبانو لهخوا برمته شوي زندانیان ازاد کړي.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت به له وسلهوالو طالبانو سره د زندانیانو په سره معامله ونهکړي.
نوموړی وايي:
"حکومت چمتو نهدی چې له وسلهوالو طالبانو سره د زندانیانو په سر معامله وکړي، خو له ټولو امکاناتو او ظرفیتونو نه په استفادې به هڅه وکړي چې د طالبانو له منګولو بندیان راخلاص کړي."
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې وسلهوالو طالبانو تېره ورځ یو ځل بیا د افغان امریکايي پوهنتون د برمته شویو استادانو وېډیو خپره کړه.
په دغې وېډیو کې دواړه استادان د امریکا له ولسمشر او د اسټرالیا له لومړي وزیر غواړي چې د دوی د ازادېدو په بدل کې د وسلهوالو طالبانو شرطونه ومني او له افغان حکومت سره طالب بندیان ازاد کړي.
د افغان امریکايي پوهنتون استادان نېږدې ۱۱میاشتې وړاندې د کابل ښار له دارالامان سړکه د وسلهوالو طالبانو له لوري برمته شوي و.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، افغان حکومت باید له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او په هېڅ ډول له وسلهوالو مخالفینو سره د بندیانو تبادلې ته چمتو نهشي.
د ولسي جرګې غړي خالد پشتون ازادي راډیو ته وویل:
"حکومت باید له ډېر احتیاطه کار واخلي، حکومت باید داسې کار ونهکړي، چې وسلهوالو مخالفینو ته یو چانس په لاس ورشي، هر ځل مهم کسان او بهرنیان یرغمل ونیسي او بېرتهیې د زندانیانو په بدل کې خوشې کوي."
وسلهوالو طالبانو په خپره شوې وېډیو کې ګواښ کړی، که افغان حکومت له دوی سره بندي طالبان اعدام کړي او د زندانیانو په بدل کې د دوی غوښتنې ونهمني، نو دوی به هم هغه بهرنيان چې برمته کړي یې دي، ووژني.
د ولسي جرګې غړی خالد پښتون وايي، حکومت باید د وسلهوالو غوښتنې ونهمني او په دې برخه کې په بدیلو لارو غور وکړي.
راپور: رحمتالله افغان