د تهران پر پارلمان ۵ حمله کوونکي داعشیان عراق او سوریې ته تللي وو

هغه پنځه حمله کوونکي چې په تهران کې يې په دوو جلا حملو کې ۱۷ کسان ووژل او تر ۵۰ زیات یې ټپيان کړل، د داعش غړي وو چې مخکې يې عراق او سوريې ته د دې ډلې مرکز ته سفر کړی وو.

د ايران د استخباراتو وزارت په يوه اعلاميه کې ویلي: دا پنځه تروريستان وروسته له هغه چې له داعش سره يوځای شول، له هېواده ووتل او په موصل او رقه کې يې له دې تروريستي ډلې سره په جنايتونو کې برخه اخېسته.

لومړي راپورونو ويل چې حمله کوونکي شپږ کسان وو خو په اعلاميه کې د پنځو ذکر شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې يوه چارواکي ويلي چې پر پارلمان حمله کوونکي د ښځو په جامو کې وو.

د استخباراتو وزارت د حمله کوونکو عکسونه او نومونه خپاره کړي دي.

دغه وزارت ویلي چې دوی د يوې شبکې سره تړاو درلود چې ايران ته د ۲۰۱۶میلادي کال له جولای څخه تر اګسټ پورې ننوتلي وو او د داعش ډلې د یوه لوړ پوړي قوماندان ابو عايشه په امر يې غوښتل پر مذهبي ښارونو تروريستي حملې وکړي.

دغه اعلاميه زیاتوي چې ابو عايشه ووژل شو او دغه شبکه اړه شوه چې له هېواده دباندې شي.

دا نه‎ده څرګنده چې دغه پنځه کسان څه وخت بېرته ايران ته د چهارشنبې تر حملې مخکې تللي دي.

داعش د پنجشنبې په ورځ د دغو پنځو سخت دريځو ويډيو خپره کړه چې تر حمله مخکې ثبت شوې وه.

په دې ویډيويي پیغام کې يو کس وايي: دا لومړی واحد دی چې د ايران پرضد جوړ شوی دی خو دا به اخري نه‎وي.

دغه اسلامي سخت دريځې ډلې مخکې يوه ويډيو خپره کړې وه چې د حملې پرمهال حمله کوونکي په ودانۍ کې دننه ښکاروي.

تر حملو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل چې امریکا د قربانيانو په خاطرغمجنه ده او هغوی ته دعا کوي خو ده زیاته کړه چې موږغواړو دا خبره روښانه شي هغه هېوادونه چې د ترورېزم ملاتړ کوي، د هغه بدۍ قرباني کېږي چې دوی يې په‎خپله خپروي.

د ايران د بهرنیو چارو وزيرمحمد جواد ظريف د ټرمپ دا خبره وغندله او پر ټويټر يې ولیکل:

سپينې ماڼۍ په داسې حال کې ناوړه بيان ورکړی چې ايرانيان د امریکا د مشتریانو له ملاتړ لرونکي ترورېزم سره جګړه کوي.

ټرمپ پر ټولنيزو رسنيو هم د ايرانيانو له انتقادونو سره مخامخ شو چې په امریکا کې يې د ۲۰۰۱میلادي کال د سیپټمبرله حملو وروسته د خپل هېواد د حکومت هڅې يادې کړې چې له امریکايانو سره د ملاتړ په خاطر يې کړي وې.

يوه ايراني څېړونکي علي قزلباش ټويټ کړی: ايرانيانو ستاسو لپاره شمعې بلې کړې او تاسو هغه مهال دوی په لغتو وهئ چې په‎خپله له ستونزو سره مخامخ دي.

د امریکا ولسمشر له ډېره وخته پر ايران تور پورې کوي چې د ترورېزم ملاتړ کوي او خبرداری يې ورکړی چې د تهران او نړۍ د قدرتونو تر منځ د ۲۰۱۵میلادي کال موافقه به له‎منځه یوسي.

په داسې حال کې چې واشنګټن د چهارشنبې په ورځ ايران ته تسليت وړاندې کړی، د امریکا سنا پر ايران د نويو بنديزونو لګولو په برخه کې پر نوي قانون کار کوي او د دې مسودې يوه برخه وايي چې دغه بندیزونه ځکه بايد ولګول شي چې د ايران رژيم د نړیوال ترورېزم ملاتړ کوي.