د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۴

ایران کې تر پرونیو حملو وروسته امنیتي تدابیر پراخ شوي


په ایران کې له پرونیو بریدونو وروسته امنیتي تدابیر جدي او پراخ شوي دي.

د تهران پر سړکونو او د مځکې لاندې ریل یا مترو کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو ګزمې زیاتې شوي دي.

چارواکو ویلي د پرونۍ حملې د قربانیانو شمېر ۱۷ ته لوړ شوی او ۴۰ نور ژوبل دي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سپینې ماڼۍ لخوا د تهران د پروني خونړي برید پر وړاندې عکس العمل او پر تهران د امریکا د کانګریس د نویو بندیزونو غوښتنه یو تضاد دی.

جواد ظریف پرون پر خپل ټویټر ولیکل چې د ایران خلک د امریکا لخوا د دوستی دا ډول پیغام نه مني.

ایران وايي، د دې هېواد پر پارلمان او د ایت الله روح الله خمیني پر مزار په پرونی حملو کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

داعش په ایران کې د پرونیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د ایران د بریدونو د قربانیانو لپاره خواشیني څرګنده خو دا يې هم وویل چې کوم هېوادونه د ترورېزم ملاتړ کوي هغوی به د هم هغه ترورېزم ښکار کېږي.

XS
SM
MD
LG