د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

خامنه‌اي ایران کې وروستۍ حملې بې‌اهمیته وبللې


د ايران لوى مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌اي د چهارشنبې ورځې حملې چې په تهران کې د ايران د پارلمان پر ودانۍ او د اسلامي انقلاب د مشر ايت‌الله خميني پر مقبرې وشوې، بې‌اهميته وګڼلې.

مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌اي وويل، دغسې بريدونه به د ايران د ملت او حکومت هوډ کمزورى نه‌کړي.

خامنه‌اي: پرونۍ حملې به د ایران حکومت هوډ کمزوری نه‌کړي.
خامنه‌اي: پرونۍ حملې به د ایران حکومت هوډ کمزوری نه‌کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"ټول دې په دې پوه شي چې دغه بريدونه به د خلکو پر هوډ هېڅ اغېز ونه‌لري، دغه بريدکوونکي تر هغه څه ډېر واړه دي چې وکړاى شي د ايران د ملت او د مسؤلينو پر اراده کوم تأثير ولري."

د فرانسې خبري اژانس ليکلي، شپږو حمله کوونکو د تهران په مرکزي برخه کې د پارلمان پر ودانۍ او د اسلامي انقلاب د مشر ايت‌الله روح‌الله خميني پر مقبرې حمله وکړه.

د ده په رهبرۍ دغه انقلاب په ١٩٧٩ میلادي کال کې شوى و.

د چهارشنبې ورځې دغه غبرګې حملې په ايران کې لومړني داسې بريدونه دي چې د اسلامي دولت ډله يا داعش يې مسؤليت اخلي.

تېره ورځ د ایران پر پارلمان د وسله والو حمله.
تېره ورځ د ایران پر پارلمان د وسله والو حمله.

دا په ايران کې په وروستيو کلونو کې له خونړيو ترورېستي بريدونو ګڼل کېږي.

په دغو حملو کې يوه تن ټپي شوي، د ايران د روغتيا وزير ته وضعيت داسې بيان کړ:

"په دوه مترۍ کې د درنې وسلې حمله وشوه چې زه دوه مرمۍ پر پښه ولګېدم، وسله‌والو مخونه پټ کړي وو، پر هر هغه چا يې ډزې کولې چې په مخه ورتلل، دا څنګه امکان لري چې دغه کسان له وسلو او مهماتو سره د مقننه قوې يوه مرکز ته داخلېږي، هلته هېڅ کوم انتظامي مأمور يا هم امنيتي تدابير نه تر سترګو کېدل، پر ټولو ډزې وشوې."

د ايران د ملي امنيت عالي شورا مرستيال رضا سيف الهي پرون په ټلوېزيوني وينا کې وويل، حمله کوونکي د ايران اتباع وو چې له داعش ډلې سره ملګري شوي وو.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، د داعش ډلې جنګيالي چې سنيان دي، د ايران شيعه‌ګان مرتدين ګڼي.

تهران په ژوره توګه د دې ډلې په وړاندې په عراق او سوريه کې په پوځي مبارزه کې ښکېل دى.

د ايران د سپاه پاسداران انقلاب يوه استخباراتي مقام ويلي د پارلمان پر ودانۍ حمله کوونکو د ٢٠ کلونو په شااوخوا کې عمرونه لرل او په عربي ژبه‌يې خبرې کولې.

XS
SM
MD
LG