د هلمند ولایت د عامې روغتیا رئیس وايي، د هلمند سیند اوبه د پولیو په ویروس ککړې شوې دي.
د دغه ریاست د کتلوي معافیت مسئولین وايي، دوی په هغو سیمو کې چې د دغه ویروس تر اغېز لاندې دي، مسلسل واکسینونه تطبیقوي.
د هغو سیمو خلک چې د هلمند سیند تر څنګ ژوند کوي او د سیند له اوبو استفاده کوي د واکسین د تطبیق په اړه بېلابېل نظرونه لري.
په دې اړه نور حال د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په راپور:
Your browser doesn’t support HTML5